د طالبانو امنیتي چارواکو په کندهار کې له خپل مشر سره ليدلي
۱۴۰۴ فروردین ۸, جمعهد طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ (۲۰۲۵م کال د مارچ ۲۸) وویل چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او نورو امنیتي چارواکو کندهار ته سفر کړی او ملا هيبت الله ته یې امنیتي راپور ورکړی دی.
په دې غونډه کې پر سراج الدین حقاني سربيره، د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد، د استخباراتو مشر ملا عبدالحق وثیق او د طالبانو د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو مرستیالانو ګډون درلود.
د مجاهد په وینا، د طالبانو مشر د دغو امنیتي چارواکو وړاندیزونه اوریدلي، لارښوونې یې ورته کړي او همدارنګه «د دغو ادارو د نظم، تجهیزاتو او ظرفیت لوړولو له پاره اړینې پریکړې وشوې.» د طالبانو مشر په عام محضر کې نه راڅرګندېږي، او د طالبانو ویاندان د هغه د غونډو عکسونه نه خپروي.
د خپلمنځي اختلافاتو د زیاتېدو په اړه اټکلونه
دغه لیدنه داسې مهال کیږي چې د حقاني شبکې او طالبانو د مشر ترمنځ د اختلافاتو د زیاتیدو یو شمیر ناتائید شوي رپوټونه خپاره شوي دي.
د طالبانو مشر تیره ورځ د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې وویل: «راځئ چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړو ترڅو خپل یووالي او پیوستون پیاوړی او ډاډمن کړو، هغه څه چې زموږ د بریالیتوب او عزت راز دی.»
سراج الدین حقاني، چې پخوانۍ څرګندونې یې د ملا هيبت الله د مخالفت په توګه تعبیر شوې وې، له څه مودې راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی، همدا ګنګوسې لامل شوې چې ویل کیږي د طالبانو تر منځ اختلافات مخ پر ډېرېدو دي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت پخواني مرستیال مایکل سمپل، مخکې دویچه ویلي ته ويلي ول چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلافات «ډیر جدي دي، په ځانګړې توګه د امارت د پالیسۍ په اړه چې آیا د خپلې راتلونکې له پاره له افغان او نړیوالې ټولنې سره اړیکه ونیسي یا په اوسني ډول دوام ورکړي.»
متحدو عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني له سفر وروسته، د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو د زیاتیدو په اړه ګنګوسې زیاتې شوې دي. ویل کېږي چې سراج الدین حقاني تر یوې میاشتې ډېره موده شوه چې خپل کاري ځای ته نه دی تللی. د طالبانو ویاندانو په وار وار د طالب مشرانو ترمنځ د هر ډول اختلافاتو خبره رد کړې ده.