ايران: يو کس د شراب څښکلو پر جرم اعدام شوی
۱۳۹۹ تیر ۲۱, شنبهد ايران په مشهد کې د يادې ايرانۍ محکمې د عامه اړيکو دفتر د پنجشبې ورځې په ماښام د شراب څښکلو په تور د يوه زنداني د اعدام خبر په اړه غبرګون وښود، کوم چې په ټولنيزو رسنيو کې يې ډير بحثونه راوپارولي دي.
د ایرنا خبري آژانس په حواله د دغې محکمې په اعلاميه کې راغلي: « ځينې مخالفې رسنۍ په داسې حال کې په مجازي فضا کې د شرابو څښکلو په دليل د يوه کس د اعدام په اړه خبر ورکوي، چې د دغې دوسيه په تړاو پر ډيرو نورو خبرو سترګې پټوي.»
د خراسان رضوي محکمې د اعدام شوي کس په اړه «ناويلو خبرو ته» د اعدام شوي کس جرمي سابقې ته اشاره کوي او وايي چې ياد کس د ۱۳۷۵ او ۱۳۹۷ لمريزو کلونو په منځ کې پر شل مورده قطعي مجازاتو باندې محکوم شوی وو.
جرمي سابقه
په اعلاميه کې راغلي دي: «دغه کس په ۷۵م کال کې د مخدره موادو د ارتکاب په جرم، په ۱۵ مياشتې حبس، نغدي جريمې او د دورو پر وهلو محکوم شوی وو. خو هغه خپلو خلافکاريو ته بيا هم ادامه ورکړه او په ۷۷م او ۷۸م کلونو کې د مخدره موادو پورې د اړوند جرمونو د ارتکاب په دليل بيا زندان ته واچول شو.
د هرانا په نوم خبري آژانس، چې د ايران د بشري حقونو د فعالانو ډلې پورې تړاو لي، تیره شپه يې د مشهد په زندان کې د ياد کس د اعدام څخه خبر ورکړ. دغه آژانس همدا رنګه په يوه ټويټري پيغام کې ليکلي: «ايران د خپل نفوس له مخې په اعدامونو کې» د نړۍ په هيوادونو کې په لومړي ځای کې قرار لري.
د ايران د بشري حقونو سازمان، د اعدام شوي کس د مدافع وکيل، حسين حبيبي شهري، له قوله ليکي چې «هغه د شپږم ځل له پاره د شرابو پر څښکلو محکوم شو» او د اعدام حکم يې د جولای په ۸مه عملي شو.»
د ايران د خراسان ايالت محکمې په خپلې اعلاميه کې ويلي دي: «پر دغه کس د ۸۹، ۹۰، ۹۱ او ۹۲م لمريز کلونو په جریان کې په پر له پسې توګه د مخدره موادو اړوند جرمونو د ارتکاب محکوميتونو ادامه درلوده او په ۱۳۹۴م کال کې هم د شرابو د څښکلو او الکولي مشروباتو د ساتنې په جرم پر ۱۱ مياشتو حبس محکوم شو.
ياده اداره زياتوي چې اعدام شوی کس په ۱۳۹۶ کال کې بيا «د الکولي مشروباتو د ساتنې» په جرم په اته میاشتې حبس محکوم شو او تر هغه يو کال وروسته، بيا په دې تور ونیول شو چې د نشې په حالت کې او پرته له دې چې د موټر چلونې اسناد ولري، موټر چلاوه.
د ایران د خراسان رضوی محکمې د خپلې اعلاميې په پاي کې لیکلي: «د یاد کس حکم د ټولو قانوني مرحلو تر بشپړيدو وروسته د اجرا مرحلې ته راغی...په مغرضانه ډول د خبرونو په خپرولو سره شونې نه ده چې واقعیت دې د خلکو له سترګو څخه پټ کړل شي»
د شرابو څښکلو پر جرم قانوني سزا
خو په رپوټ کې زياته شوې چې د خلکو له سترګو څخه د واقعيت پټول په دقيقه توګه هغه کار دی کوم چې د خراسان رضوي محکمې په خپله اعلاميه کې ترسره کړی. دغه محکمه پر ځای د دې چې د شراب څښکلو په دليل د اعدام حکم د قانون پر اساس بيان کړي، دغه اقدام، د اعدام شوي کس پر جرمي سابقې باندې توجيه کوي، کوم چې د محکوميت دوره يې تيره شوې ده.
په ايران کې د شراب څښکلو په دليل د اعدام له پاره شرعي قوانين او د اسلامي مجازاتو قوانین، په يو لړ شرايطو کې مجاز دي، که څه هم دغه حکم په ډير ندرت سره صادر او اجرا شوی دی.
د اسلامي مجازاتو د پخواني قانون د دريم فصل د ۱۷۹مې مادې پر اساس: «هر کله چې يو کس څو ځله شراب وڅښکي او وروسته د هر ځل شراب څښکلو پر هغه حد جاري شي، په دريم ځل وژل کيږي.»
د ايران د بشر حقونو سازمان د رپوټ په حواله، دغه ماده په ۱۳۹۲ کال کې په دې ډول تغييره شوه: «هر کله چې يو کس درې ځله يو جرم ترسره او هر ځل ورباندې د هغه جرم حد جاري شي، په څلورم ځل د هغه حد اعدام دی.»
په دې اساس د ايران په قوانينو کې د داسې کس له پاره چې درې ځله د شراب څښکلو په جرم محکوم شوی وي، د اعدام حکم صادرولو امکان موجود دی.
خو د دې ټولو سره سره، په ايران کې د بشر حقونو سازمان او نړيوالو فشارونو په دليل د اعدام داسې حکمونه چې د شرابو څښکلو په جرم صادر شوي وي ډير نادره دي.
دويچه ويله ف/م.ک.ص/ا.ا