د «شبنې مېندې» خوځښت نه غواړي چپ پاتې شي
۱۳۹۷ شهریور ۱۷, شنبهحنیفه یلدیز خپل زوی په ۱۹۹۵ م کال کې د وروستي ځل له پاره لیدلی وو. دا هغه وخت وو چې پولیسو د هغې زوی د تحقیق له پاره له ځان سره بوته، خو زوی یې بیا هیڅکله هم بیرته خپل کور ته ستون نه شو. وروسته دې ته وویل شول کله چې هغه استانبول ته د تحقیق له پاره وړل کیده له کیشتۍ څخه یې ځان اوبو ته غورځولی وو. خو یلدیز په دې خبرو باور ونه کړ او د «شبنې مېندې» په نوم له هغه حرکت سره یوځای شوه چې له حکومت څخه د خپلو ورکو شویو اقاربو په اړه د معلوماتو غوښتنه کوي.
دوی به له ۱۹۹۵م کال څخه هره شنبه د روان کال د اګست میاشتې تر۲۵ نیټې پورې په استانبول کې راټولیدل او په خاموشۍ سره به یې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکاوه.
حنیم توسون یوه له هغو ښځو څخه ده چې نور یې د خپل میړه د لیدلو هیله له لاسه ورکړې ده. دا وایې : «کله چې دا پيښه رامنځته شوه میړه مې ۱۰ بجې مخکې له غرمې له کوره را ووت. د ماښام په ۶ بخو په تصادفي ډول لور می ولیدل چې پولیسو هغه له ځان سره بوته. ما فکر کاوه چې هغه په زندان کې دی او شاید چې هم هغه بیرته آزاد شي. بیا مې هیڅکله هم هغه ونه لید. نور مې امید له لاسه ورکړی دی».
کله چې دغو ښځو او پلویانو یې غوښتل چې د اویایم ځل له پاره په استانبول کې د آزادۍ په مشهور سړک کې راټول شي، پولیسو د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلور په امر له اوښکي بهونکي ګاز، ربړي ګولیو او فشار لرونکو اوبو څخه په استفادې د دغو اعتراضونو مخه ونيوله.
د ۸۲ کلنې امنه اوجک په ګډون نږدې ۵۰ تنه ښځې ونیول شوې. که څه هم ټولې نیول شوې ښځې بیرته پريښودل شوې، خو دا چې دغه سوله ایز اعتراضونه څنګه د پولیسو له خوا منحل او د پاخه عمر درلودنکي ښځې یې په کشولو راکشولو له ځان سره بوتلې، یو شمیر ترکان په حیرت کې اچولي دي.
د کورنیو چارو وزیر د دغو مظاهرو د منحلولو له پاره یو دليل دا وړاندې کوي چې ګویا یوه ترهګره ډله د «شبنې مېندې» په نامه له دغه حرکت څخه ناوړه استفاده کوي. له دې ډلې څخه یې هدف د (پي. کی. کی) یا د کردستان کارګر ګوند وو چې د ترکیې حکومت یې یو تروریستي سازمان بولي او فعالیتونه یې بند کړي دي. خو د «شبنې مېندې» خوځښت له کردي چریکانو سره خپل هر ډول ارتباط ردوي.
خو د حکومت د منع کولو سربیره د «شبنې مېندې» خوځښت نه غواړي خپلو اعتراضونو ته د پای ټکی کیږدي. حنیفه یلدیز په استانبول کې د بشري حقونو د اتحادیې دفتر په یوه غونډه کې وویل: «خپل اعتراضونه یوازې هغه وخت بندوو چې چارواکي زمونږ د زامنو د قبرونو تیږي مونږ ته وښیي. یوازې په هغه وخت کې کولی شم خپله مورولي ثابته کړم».
ډیري دغه سړي په ۸۰ او نويمو لسیزو کې د «کردستان د کارګر ګوند» او کيڼ اړخي افراطي ډلو د اختلافاتو له کبله لادرکه شوي دي. فعالان پر امنیتي ځواکونو تور لګوي چې په سلګونو شکمن کسان یې شکنجه او وژلي دي.