د سیندک پروژه: د سرو او سپینو زرو پراخه زیرمې
د پاکستان د بلوچستان ایالت په لېرې پرتې چاغې سرحدي سیمه کې له تیرو دیرشو کلونو راهیسې د سرو او سپینو زرو او همداشان د مسو کیندنه کیږي. په دغه سیمه کې د سرو او سپينو زرو او د مسو پراخې زیرمې شته.
د سیندک په سیمه کې مس په ۱۹۰۱م کال کې وموندل شول، خو د کیندنې چارې په ۱۹۶۴م کال کې پېل شوې. په اتیایمه لسیزه کې د کانونو د منظم تولید په موخه د «سیندک مېټل لمټیډ» له لوري پر دغه پروژه کار پېل شو.
د پاکستان حکومت پر دغه پروژه باندې د کار لومړی تړون د «چاینا میټالارجیکل کنسټرکشن کمپنۍ» (ام سي سي) سره وکړ. په لومړي سر کې د عاید ۵۰ سلنه چینایي شرکت او ۵۰ سلنه د پاکستان حکومت ته د ورکولو تړون وشو. د پاکستان مرکزي حکومت به د عاید دوه سلنه بلوچستان ایالت ته ورکوله، خو بیا وروسته دغه ونډه ۳۰ سلنې ته لوړه شوه.
د «سیندک کاپر اینډ ګولډ پروجیکټ» د ټولو کارکوونکو شمیر شا او خوا ۱۸۰۰ کسانو ته رسیږي. په دغه ډله کې ۱۴۰۰ کارکوونکي د پاکستان او نور ۴۰۰ بیا د چین دي.
د سیندک پر پروژې ام سي سي، د ۱۹۹۱م کال به اکتوبر میاشت کې کار پېل کړ. په ۱۹۹۶م کال کې د ځینو دلایلو له کبله پر دغه پروژه کار ودرید او د پروژې ټول کارکوونکي رخصت کړل شول.
په ۲۰۰۰م کال کې د پاکستان مرکزي حکومت د سیدنک پروژې په اجاره باندې ورکولو له پاره داوطلبې راوغوښته. د ام سي سي شرکت دغه داوطلبي وګټله او په ۲۰۰۱م کال کې یې پر لس کلنې پروژې باندې کار پېل کړ.
د سیندک له سیمې په لسونو زره ټنه سره زر او مس راایستل شوي دي. په دې ترڅ کې تر ټولو زیات مس راایستل شوي دي. د یوه اټکل له مخې په سیندک کې د کان کېندنې په ترڅ کې تر اوسه له لسو لکو ټنو زیاتې زیرمې راایستل شوي دي.
چینایي ام سي سي شرکت، د دفتري او تولیدې چارو د تر سره کولو له پاره د «ام سي سي ریسورس ډیویلپمنټ کمپني» په نوم په پاکستان کې جواز تر لاسه کړ. د دغه پروژې معیاد په ۲۰۲۱م کال کې پای ته رسیږي خو چینایي شرکت په سیمه کې لا هم د کیندنې د چارو پرمخ بیولو سره لیوالتیا لري.
د سیدنک په سیمه کې د کان کېندنې وروسته اومه مواد له مختلفو پروسو څخه تیریږي. په پای کې له پاتې شونې موادو څخه هم استفاده کیږي او په بټیو کې ترې بلاکونه جوړیږي.
د سیندک په لویدیځ کان کې د کېندنې چارې بشپړې شوي دي. خو اوسمهال له ختیځ او شمالي کانونو څخه اومه مواد تر لاسه کیږي. د دغه پروژې په ترڅ کې د کان کیندنې چارې پرته له کومې دمې څخه ۲۴ ساعته ادامه لري.
په سیندک کې د سرو زرو، مسو او سپینو زرو درې سترې زیرمې موندل شوي دي. د سیندک په تل کې د مسو ټوله اندازه ۳۱۲ میلیونه ټنه اټکل شوې چې د تر لاسه کولو له پاره یې د ۱۹ کلونو پلان چمتو شوی دی. دغه تړون په ۲۰۲۱م کال کې پای ته رسیږي.
د سیندک له پروژې څخه پاکستان هر کال په میلیاردونو روپۍ تر لاسه کوي. په دغه پروژه کې د کاګرو معاش له اتیاو څخه تر سلو ډالرو او حد اکثر معاش بیا تر ۱۵۰۰ ډالرو پورې رسیږي.