د سړک غاړې ماین چاودنې د ښوونځي پنځه ماشومان وژلي
۱۳۹۸ آبان ۱۱, شنبهد تخار ولایتي چارواکي په دغه ولایت کې د سړک غاړې د یوه ماین په چاودنه کې د ښوونځي د پنځه تنو ماشومانو د وژل کیدو خبر ورکوي. د تخار د ولایتي شورا غړو محمد اعظم افضلي او سید صلاح الدین برهاني د یادې پیښې د پخلي ترڅنګ وویل چې په دې چاودنه کې پنځه تنه نور ماشومان ټپیان شوي هم دي. د دوی په خبره پیښه د دې ولایت په درقد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د ځايي چارواکو په خبره، طالبان د دې ولایت په درقد ولسوالۍ کې قوي حضور لري، خو طالبانو بیا د یادې چاودنې په هکله تر اوسه پورې کومه تبصره نه ده کړې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت یا یوناما په دې وروستیو کې په خپل یوه رپوټ کې ویلي وو چې د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې په افغانستان کې ۸ زره او ۲۳۹ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ملګرو ملتونو په حواله د ملکي تلفاتو تر ټولو عمده لامل ځانمرګي بریدونه او چاودنې دي.