د «سویس سیکرټس» اسنادو رسوا کیدل
۱۴۰۰ اسفند ۲, دوشنبهد «پاناما پیپرز» یا پاناما اسنادو په څیر په سویس سیکرټس، کې هم د نړۍ پر یو شمیر مهمو سیاستوالو او شخصیتونو د پیسو سپینولو او اختلاس کې د ښکیلتیا تورونه لګیدلي دي. د پاکستان د پخواني دیکتاتور جنرال ضیاالحق د واکمنۍ پر مهال د دغه هیواد د استخباراتي ادارې (آی اس آی) مشر او د ضیاالحق نزدې ملګري جنرال اختر عبدرالرحمن خان، نوم هم شام دی. د هغه په هکله ویل کیږي چې په اتیایمه لسیزه کې د افغانستان د جګړې پر مهال له امریکا متحده ایالاتو او نورو هیوادونو څخه څو میلیونه ډالر اخیستي ول چې په افغانستان کې یې «مجاهدینو» ته ورسوي.
سویس سیکرټس، څه دي؟
یو کس چې اوس یې هویت پټ ساتل شوی، آلمانۍ ورځپاڼې «زود دویچه څایټونګ» ته د زرګونو شکمنو بانکي حسابونه په هکله معلومات ورکړي دي. یادې آلمانۍ ورځپاڼې د تنظیم شوو جرمونو او اداري فساد د راپور ورکولو پروژې (او سي سي آر پي) په شمول ۴۶ رسنیو سره شریکي کړي چې پکې پر نورو سربیره نیویارک ټایمز، ګارډین او د فرانسې د لموند، په څیر د اطلاح رسونې مشهورې رسنۍ شاملي دي. دغه معلومات د سویس د دوهم ستر بانک «کریډټ سویس» په هکله دي. په دې کې تور لګول شوی دی چې د بانک په مشتریانو کې د بشري حقونو سرغړونکي او داسې کاروباري شخصیتونه شامل وو، چې پرې بندیزونه وضع شوي ول. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې له ۱۹۴۰م کال راهیسې تر ۲۰۱۰م کاله پورې په ۱۸ زره بانکي حسابونو کې په ټولیز ډول تر یو میلیارد ډیر ډالر پراته وو.
محکمه: د نوازشریف دوسیه په جدي توګه څارو
«کریډټ سویس» نومې بانک د فبرورۍ میاشتې پر شلمه نېټه د شپې ناوخته په خپره شوې یوه اعلامیه کې دغه تورونه په کلکه رد کړي دي. د بانک په وینا په «سویس سیکرټس» کې یاد شوی ۹۰ سلنه بانکي حسابونه اوس تړل شوي دي. د بانک چارواکو په خپلو کاروباري پریکړو کې د غیر قانوني اقداماتو تور هم رد کړی دی او په خپله دفاع کې یې ویلي دي چې په دغو اسنادو کې بیان شوي دي زیاتره معلومات یا خو بشپړ نه دي، یا سم نه دي او یا په ځانګړې توګه همداسې نابشپړ ساتل شوي، څو د بانک پر اعتبار منفي اغیز پرې باسي.
سویس سیکرټس له پاکستان او افغانستان سره څه تړاو دی؟
د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې په ۱۹۸۵م کال کې د جنرال اختر عبدالرحمن خان، د درو زامنو په نوم یو بانکي حساب پرانیستل شو. که څه هم پر هغوی د اختلاس کوم تور نه دی لګیدلی خو د څو کلونو په موده کې په دغه بانکي حساب کې ۳،۷ میلیونه ډالر جمع شوی وو.
د تنظیم شوو جرمونو او اداري فساد د راپور ورکولو پروژې، په رپوټ کې په زیات وضاحت سره دا لیکل شوي دي چې په افغانستان کې د روسي ځواکونو پر ضد د جګړې له پاره سعودي او امریکایي مرستې د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتي ادارې په سویسي بانکي حساب کې جمع کیدې. له هغه وروسته به دغه پیسې د پاکستان استخباراتي ادارې آی اس آی ته رسیدې، چې هغه مهال یې مشري د جنرال اختر عبدالرحمن خان، پر غاړه وه.
د نړۍ د مخکښو کسانو د مالي چارو په اړه اسناد خپاره شوي
د دغه رپوټ له مخې «کریډټ سویس» بانک کې د جنرال اختر، د کورنۍ یو بانکي حساب وو چې د هغه د درو زامنو په نوم وو، چې د ۱۹۸۵م کال د جولای په لومړۍ نېټه پرانیستل شوی وو. په دغه کال کې د متحده ایالاتو ولسمشر رونالد ریګن افغان مجاهدینو ته د ورکول کیدونکو مرستو په هکله خپل ملحوظات څرګند کړی وو. په یاد بانکی کې حساب کې تر ۲۰۰۳م کاله پورې پنځه میلیونه سویسي فرانک یا ۳،۷ میلیونه امریکایي ډالر جمع شوي وو. په ۱۹۸۶م کال کې یو بل بانکی حساب پرانیستل شو او په دغه حساب کې د ۲۰۱۰م کال تر نومبر میاشتې پور ۹،۲ میلیونه امریکايي ډالر وو.
د پاکستان د «ډان» په نوم ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ په خپل یوه رپوټ کې لیکلي دي چې د جنرال اختر یوه زوی دغه تورونه رد کړي او ویلې یې دي چې په رپوټ کې لیکل شوي معلومات سم نه دي.
په سویس سیکرټس کې د نړۍ د یو شمیر مشهورو شخصیتونو د نومونو یادونه کیږي او په راتلونکو ورځو کې په دې هکله نوي تحولات ښایي د نړۍ په سیاست خپل اثر پریږدي. پاکستان کې هم ښایي په دې هکله پراخ سیاسي غبرګونه وښوول شي.
س ر/ن ز (ع س / م م رویټرز، او سي سي آر پي، ډان)