د دویچه ویله یو له پخوانیو څیرو، ډاکتر عبدالعزیز ګردیزی ومړ
۱۴۰۴ مرداد ۷, سهشنبهډاکتر عبدالعزیز ګردیزي، یو پياوړی ژورنالیست او د دویچه ویله المان غږ راډیو د افغانستان څانګې پخوانی خبریال و چې د ۲۰۲۵م کال د جولای میاشتې په ۲۶ نیټه په کابل کې وفات شو.
د هغه کورنۍ ته نږدې سرچینو ویلي دي چې مړی یې د شنبې په ورځ په خپل ټاټوبي ګردیز کې خاور ته وسپارل شو.
د هغه یو له نږدې همکارانو لیکلي دي: «تیره اونۍ د تلیفون له لارې یې ماته وویل چې سبا مې افغانستان ته پرواز دی او یو له وروستیو کتابونو څخه یې چې ژباړلی راته په کور کې پريښی دی. له بده مرغه خبر را ورسید چې داکتر ګردیزي د جمعې په ورځ د ماسپښین په ۲ بجو په کابل کې وفات شوی دی او د شنبې په ورځ د سهار په ۱۰ بجو په ګردیز کې خاورو ته سپارل شوی دی.»
هغه د پکتیا ولایت په ګردیز ښار کې زیږیدلی و. نوموړی په افغانستان کې د ژورنالیزم رشتې له لومړیو فارغانو څخه و. همکاران یې وایي چې هغه د خپل روښانه غږ، د لیکنې اغیزناکه سبک او پراخو رسنیزو فعالیتونو له کبله د رسنیزې کورنۍ ترمنځ ځانګړی ځای درلود. ګردیزي د ۱۹۹۴څخه تر ۲۰۰۸ م کاله پورې د دویچه ویله له افغانستان څانګې سره د خبریال او ایډیټر په توګه فعالیت درلود او له ۱۴ کاله خدمت وروسته تقاعد شوی و.
ډاکتر ګردیزي خپله دوکتورا د تهران د پوهنتون د برجسته استاد مرحوم داکتر حمید عنایت تر نظر لاندې پای ته رسولې وه او وروسته یې د اسلام پيژندنې او منځنۍ اسیا جیو پولیتیک څیړنو په برخه کې د مافوق دوکتورا د څیړنو د دوام له پاره اروپا ته مخه کړې وه.
نوموړي په فرهنګي، سیاسي او رسانیزو برخو کې ډیر شمیر آثار ترجمه او لیکلي دي.
د هغه له مهمو آثارو څخه د «از شیوه تولید آسیایی تا لیبرالیسم نوین در امریکا» کتاب دی چې د شاهنامه بنسټ له خوا خپور شوی دی او همدارنګه د «بردگی، تجارت انسان و عواید میلیاردی» کتاب ژباړل، چې د لیدیا کچو اثر دی او د تحقیقي ژورنالیزم لارښود بلل کیږي، د هغه له نورو لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږي.
د داکتر عبدالعزیز ګردیزي د فاتحې او یادون مراسم به د شنبې په ورځ د اگست میاشتې په دویمه نیټه د المان د ایسن ښار په ليپلې تالار کې ترسره شي.