د جورج فلويد وژنه: مظاهرې تر سپيني ماڼۍ ورسيدې
د يوه پوليس له خوا د تور پوسته امريکايي وگړي جورج فلويد تر وژل کيدو وروسته په امريکا کې خلک له تورپوستو وگړو سره د سيستماتيک تعيضي چلن پر ضد غوسه ښکاره کوي. دغه مظاهرې آن د سپينې ماڼۍ تر دروازې رسېدلي دي.
«زه ساه نه شم کښلای»
له تور پوستو امريکايي وگړو سره د پوليسو د زرو زياتي پر ضد مظاهرې له ميناپولس څخه ډېر ژر نورو ښارونو لکه نيويارک ته وغځيدلې چیرته چې په دغه (انځور کې) ښځه هم سړک ته راوتلې. مظاهرې تر هغه وورسته پيل شوې چې يوه پولیس يو ۴۶ کلن تور پوستی امريکايي جورج فلويد ته ولکچې اچولې وې او بيا يې خپل زنگون د هغه پر غاړه تر هغه وخته ايښې وو چې فلويد نوره ساه نه شوای کښلای او ومړ.
مظاهره چيان سپينې ماڼۍ ته رسيدلي
ترهغه لږ وروسته چې په واشنگټن کې هم د امريکا د نورو ښارونو لکه لوس انجلس، شيکاگو، ميامي او ديترويد په څير گرځبندیز اعلان شو، مظاهره کوونکي د سپيني ماڼۍ مخې ته راټول شول او اورونه یې بل کړل. پوليسو هڅه وکړه چې دا تر زرو زيات کسان د اوښکې بهونکي گاز په پاشلو سره وشړي. دا پرله پسې دريمه شپه وه چې مظاهره کوونکي د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته راټول شوي ول.
له آرام احتجاج څخه تر خونړي اخ و ډبه پوري
د شنبې په ورځ زياتره احتجاجونه په آرامه فضا کې تر سره شول، خو د شپې له خوا بيا په ځينو سيمو کې اخ و ډب رامنځته شو. په واشنگټن ډي. سي. کې چیرته چې دغه سړی (په انځور کې) پر گونډو دی، د سپيني ماڼۍ مخې ته ملي گارد ولاړدی. په اندياناپولیس کې د ډزو پر وخت يو کس وژل شوی. په نيويارک کې بيا دوو پوليسو پر خلکو موټر ور ځغولی.
د مغازو چور
يوه کس (په انځور کې) له يوې مغازې څخه چې دروازې یې ماتې شوي دي، يو ځينځیر چور کړی دی: په ځينو ښارونو کې چې لوس انجلس، اتلانتا، نيويارک، شيکاگو او ميناپولیس پکې شامل دي، مظاهرې په اخ و ډب بدلې شوې او خلکو مغازې او دوکانونه لوټ کړل.
څوک گرم دی؟
ولسمشر دونالد ترمپ د مظاهرو د ځپلو له پاره د پوځ گمارلو گواښ کړی دی. هغه ويلي دي چې حکومت به یې تاوتريخوالی ودروي. ترمپ د دې اخ و ډب پړه پر کيڼ اړخه افراطي ډلو اچولې ده. خو د ميناسوتا گورنر ټم والڅ خبريالانو ته وويل چې د سپين پوستانو په اړه يې ډېر ناتائيد شوي رپوټونه اوريدلي چې زور زیاتي ته لمن وهي.
ژورناليستان هم په نخښه شوي
ډیر ژورناليستان چې د مظاهرو په اړه رپوټونه ورکوي، خپله هم په نخښه کيږي. د جمعې په ورځ د سي اين اين شبکې يو خبريال او همکاران یې په ميناپولس کې د خبر ورکولو پر مهال ونيول شو. يو شمير ژورناليستان په ډزو لگيدلي او يا هم د ژوندۍ خبرونو پر مهال نيول شوي دي. د دويچه ويله پر خبريال ستفين سيمونز د پولیسو له خوا هغه وخت ډزې وشوې چې د رپوټ ورکولو له پاره په چمتووالي بوخت وو.
يو احتجاج چې نړيواله بڼه یې خپله کړه
د کاناډا په ونکوور او تورنتو ښارونو کې هم خلکو په امريکا کې د پولیسو د زور زياتي پر ضد مظاهرې وکړې. هغوی د ريگس کورشينسکي پاگويت يادونه هم وکړه. نوموړې د چهار شنبې په ورځ د خپل کور له بالکون څخه هغه مهال غورځيدلې وه چې څو ساعته له يوه پولیس سره يوازې په دغه کور کې وه. پولیس د دغه رواني ناروغې ښځې سره د مرستې له پاره ورغوښتل شوي ول. په لندن او برلين کې هم خلکو د امريکا د لاريونو ملاتړ وکړ.
په آلمان کې د خلکو غوسه مخ پر زياتېدو ده
د برلين پر «پارک ديوال» په گرافيتي سره د جورج فلويد د وژنې يادون وشو. د هغه له خوا په نااميدۍ کې ويل شوي دغه ټکي I can't breathe یعني «زه ساه نه شم کښلای» په ټوله نړۍ کې د تويتر په هیش تيگ بدل شوي او ډېر لاس پر لاس کيږي. د شنبې په ورځ په برلين کې د امريکا سفارت مخې ته په زرونو کسانو مظاهره هم وکړه.