د جنرال سلیماني تر وژل کیدو وروسته په آلمان کې د ترهګرۍ ویره
۱۳۹۸ دی ۱۵, یکشنبهد آلمان دفاع وزارت د رسنیو د هغو رپوټونو پخلی کړی دی چې په عراق کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې يا بنګنې په برید کې د ایراني جنرال قاسم سلیماني تر وژل کیدو وروسته په آلمان کې هم د تشدد د رامنځته کیدو خطر موجود دی.
د وضعیت په پام کې نیولو سره په آلمان کې هم د ترهګرۍ د خطر په اړه د خبرداري درجه لوړه کړای شوې ده. د آلماني پولیسو په حواله په منځني ختیځ کې د روان جنجال له امله کیدای شي په آلمان کې اسرائیلي او امریکایي اهداف په نښه کړای شي.
د یکشنبې په ورځ «دي ویلټ» ورځپاڼه کې د خپور شوي رپوټ په حواله د آلمان د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې مرکزي ادارې له خوا د ټولو ۱۶ ایالتونو پولیسو ته لارښوونه شوې ده چې د بدلیدونکي وضعیت په پام کې نیولو سره دې لازم امنیتي اقدامات ونیول شي.
ویل شوي چې په ځانګړي توګه په آلمان کې د امریکا او اسرائیل ګټې له خطر سره مخامخ کیدای شي. د مرکزي حکومت پولیس هم په اوسني وضعیت کې د تیارسئ په حالت کې دي. خو د کورنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې د امنیت د ډاډمتوب له پاره پولیسو ته څه ډول لارښوونه شوې ده.
د رسنیو د رپوټونو په حواله په آلمان کې دننه او په بهرنیو هیوادونو کې میشت آلماني اتباعو ته لارښوونه شوې ده چې له احتیاط څخه کار واخلي.
د آلمان د مسیحي دیموکرات اتحاد (CDU) ګوند سیاستوال او د داخلي چارو کارپوه آرمين شوستر د دي ویلټ ورځپاڼې ته ویلي دي چې د جنرال سلیماني د وژل کیدو له ممکنه اغیزو څخه انکار نه شي کیدلی. نوموړي خبرداری ورکړ چې د هغې اثرات د آلمان په خاوره کې هم احساسیدلی شي.
د شوستر په خبره «په منځني ختیځ کې د کړکیچ له امله په لویدیځه اروپا کې هم د ترهګرۍ امکان ډیریدلی شي.» نوموړي زیاته کړه چې د یوې اوږدې مودې راهیسې په آلمان کې د ایران فعالیتونو د امنیتي چارواکو پام ځانته را اړولی دی.
د آلمان پارلمان په دې وروستیو کې د لبنان د ایران پلوه ډلې حزب الله پر وړاندې د بندیزونو د وضعه کولو پریکړه کړې وه.
دویچه ویله/ش.ن/ن.ص