د جرمني د سیاحتي څانگي عایدات ۳۰۰ ميلیارده یورو ته ورسیدل
۱۳۹۸ بهمن ۲۲, سهشنبهپه ویسباډن کي د احصایې مرکزي دفتر د دوشنبه په ورځ (د فبرورۍ میاشتي ۱۰ مه نیټه)خبر ورکړ، چي دا حتی د یوه کال مخکي په مقایسه ۳،۷ فیصده ډیروالی ښيي. داچي جرمني د یوه سیاحت ځای په حیث څومره په زړه پوري سوی دی، د تیر کلونو یوه مقایسه یې ښکاره کوي، چي د ۲۰۰۹م کال راهیسي په هوټلونو او نورو شپې پاته کیدو ځایونو کي شپې تیرول تر یو پردرې هم اضافه سوي دي.
پروسږکال هوټلونو ته ۴۰۵،۷ ميلیونه جرمنيان ورغلي او په دې سره د داخلي مېلمنو فیصدي ۳،۹ ته ورسیدله. داسي چي هوټلونه تقریبأ ټوله ډک وه. په دې سره سیاحتي څانگو ته ډیره گټه رسیدلې ده او هغوی هم لا ډیر پرسونل استخدام کړی دی. په همدې کال کي د خارجي مېلمنو تعداد ۸۹،۹ ميلیونو کسانو ته لوړ سوی دی چي ۲،۵ فیصده لوړوالی ښيي. دا په پرله پسې ډول سره لسم کال دی، چي جرمني ته دومره ډیر سیلانیان راغلي دي.
د جرمني د ټورسټي تقویې اتحادیې د ارقامو په حواله سیاحتي څانگي د کاله تقریباً۳۰۰ ميلیارده عاید درلودلی او درې ميلیونه کسان پکښي مصروفه او کار کوي. دغه عواید د جرمني د ناخالصه ملي عوایدو څلور فیصده تشکیلوي.