د تورخم لار د بار وړونکو موټرو پر مخ پرانيستل سوه
۱۴۰۳ اسفند ۲۹, چهارشنبهد افغانستان د سیمه ييزو رسنیو د رپوټونو په حواله، د ننګرهار د والي ویاند، قاري قاضي ملا عادل د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د مارچ ۱۹) د مازديګر پر څلورو بجو د تورخم د سرحدي لارې له پرانیستلو څخه خبر ورکړ.
هغه ويلي دي چې لومړی دغه سرحدي لار په تجارتي توکو د بار موټرو او عاجلو ناروغانو پر مخ پرانیستل سوې ده او له جمعې ورځې به د هر ډول تګ راتګ پر مخ خلاصه سي.
دپاکستان یوه سرحدي چارواکي هم د آلمان خبري آژانس (دیپیای) ته ددې خبري پخلی وکړ چې دغه سرحدي لار په تجارتي مالونو ډکو موټرو پر مخ خلاصه سوې او «مسافرین به د جمعې په ورځ د تګ راتګ اجازه ترلاسه کړي.»
د تورخم سرحدي لار د فبرورۍ میاشتې پر ۲۱ مه د طالبانو د ادارې او پاکستان د حکومت ترمنځ د کړکیچ له امله وتړل سوه. چارواکو ویلي وو چې دغه کړکیچ د طالبانو د ادارې له خوا د یوې سرحدي پوستې د رامنځته کولو پر سر رامنځته سوی و.
د تورخم سرحدي لار په وروستیو کلونو کې په بیا بیا سره تړل سوې ده. په تکرار سره ددغې مهمې لارې د تړل کیدو علت، ډیری وخت سرحدي شخړې او د سرحد په اوږد کې ساختماني کارونه په ګوته سوي دي.
د افغانستاناو پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر، ضیاالحق سرحدي له سرحدي لارې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د بیا پیل کیدو هرکلی وکړ او هیله مندي یې ښکاره کړه چې د مسافرینو تګ راتګ به هم ډیر ژر له سره پیل سي.
په څه د پاسه دریو اونیو کې چې دغه لار تړل سوې وه، د تازه میوو په ګډون په تجارتي مالونو ډکې په زرو لارۍ د سرحد په دواړو خواوو کې بندې پاته وې.
پاکستاني تجار، غلام علی وویل چې په دغه موده کې یو شمیر سوداگریز توکي د سرحد پر دواړو خواوو خراب سوي او واردوونکو او صادرونکو ته یې په میلیارډو ډالرو زیان اوښتی دی. نوموړي ددغې سرحدي لارې د پرانیستلو په برخه کې د قبایلي مشرانو له هڅو څخه هرکلی وکړ.