طالبان ويلي چې سه شنبه د شپې هم په تورخم کې د دوی او د پاکستان د ځواکونو تر منځ جګړه شوې وه. د جګړې دواړه لوري د تلفاتو ادعا کوي. او د تورخم لاره لا هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. ولې ورځ تر بلې د طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې ترینګلې کیږي؟ د تورخم لارې بندیدو خلکو او سوداګرو ته څومره زیان اړولی دی؟ د دې اونۍ په خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی.