د بلوچستان په ساحلي تړانګه کې په مرجانو پوښل شوي غرونه
۱۳۹۹ آذر ۱۱, سهشنبهتر درو لسیزو مخکې پورې ویل کیدل چې د پاکستان ساحلي سیمې د مرجانونو د ودې له پاره نامناسبې دي. خو په ۲۰۰۵م کال کې د پاکستان مختلفو څیړنیزو ادارو د سنده او بلوچستان ایالتونو په ساحلي برخو کې تر اوبو لاندي د مرجاني غرونو په اړه تحقیقات پيل کړل او په لومړي ځل یي د بلوچستان استوله ټاپو ته نږدې کورل ریف (مرجانونه) وموندل.
د سنده وائلد لائف ډیپارټمټ پورې اړوندې یوې کارپوهې داکتر فهمیده فردوس دویچه ویله ته وویل چې په ۲۰۰۹م کال کې د بلوچستان په ساحلي سیمو «دران» او «ګنز» کې تر اوبو لاندي د مرجاني غرونو کشف یوه لویه بریا وه.
په سمندرنونو کې د ککړتیا له امله په پاکستان کې د مرجانونو څو ډوله اقسام د ورکیدو له خطر سره مخامخ شوي دي.
د مرجان غرونه؛ د طبعیت ستر تخلیق
دې ته «رین فوریسټ اف دي سي» هم ویل کیږي، ځکه چې دا د نړۍ د څو ښایسته او متنوع ایکو سیستمونو له ډلې یو دی. دا د سمندر په عمق یا ژوروالي کې موجودو کبانو او نورو ژوو ته پناه ګاه برابروي. سربیره پر دې د جسامت له پلوه نږدې ۲۵ سلنه کوچني او لوی کبان د خوراک او استوګنځای له پلوه پر دغو مرجاني غونډیو تکیه کوي.
د سمندر په عمق کې مرجان غرونو ته (ماؤنډز) هم ویل کیږي. دا چې مرجانونه د سمندر په ډیره ژوره برخه کې وي، نو په اړه يې تر اوسه پورې ډیرې لږې څیړنې شوي دي.
مرجانونه څه دي؟
مرجانونه په اصل کې سمندري ژوي دي چې د فائیلیم ان ورټیبریټ (د حرام مغز نه درلودونکو ژوو) په ډله کې حسابیږي. د دغو غونډیو په رامنځته کولو کې اساسي رول لوبونکو ژوو ته په سائنسي اصطلاح کې «کورل پولائپس» ویل کیږي چې په مختلفو ښایسته شکلونو کې دغه غونډۍ پرې پوښل شوي وي.
د ټولې نړۍ په کچه تر اوسه پورې له سلو د ډیرو هیوادونو په ساحلي سیمو کې د مرجانو په زرګونو انواع موندل شوي دي، چې اوس پاکستان هم پکې شامل دی. د مرجانونو تر ټولو پراخه ساحه په استرالیا کې موجوده ده. اقلیمي بدلونونه او غیر قانوني کب نیونه دغه ژوي له ګواښ سره مخامخ کوي.
د طبعیت دغه شاهکار نه یوازې د سمندري ژوو د ودې او حفاظت په برخه کې مهم رول لري، بلکې دغه مرجاني غرونه په ساحلي سیمو کې میشتو خلکو له پاره په مختلفو شکلونو کې اقتصادي او چاپیریالي ګټې رسولي او د ساحلونو د رسوبي تخریب د مخنیوي په برخه کې هم مرسته کوي. سربیره پر دې له مرجانونو څخه د درملو او زیوراتو د جوړونې په برخو کې استفاده کیږي.