بریتانوۍ اداره: دفاع وزارت د افغانانو د انتقال لګښت نه ښيي
۱۴۰۴ شهریور ۱۳, پنجشنبهبریتانیا په جولای میاشت کې دغه هېواد ته د زرونو افغانانو د انتقال سره په تړاو د ۲۰۲۲م کال له ېوې پټې قضیې پرده پورته کړه. بریتانیا وویل چې د دغو افغانانو شخصي اسناد لیک شوي ول چې دې کار پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدا سره د دغو افرادو ژوند په خطر کې اچاوه.
دغه پېښه د مالي لګښت او خطر سره د زرونو افغانانو د مخ کېدو په دلیل د بریتانیا له پاره یوه د تر ټولو ناوړه امنيتي قضیو په ردیف کې راځي. په دغو افغانانو کې يو شمېر ېې له افغانستانه په ۲۰۲۱م کال د بریتانوي ځواکونو تر وتلو پورې له دغو ځواکونو سره د طالبانو ضد جګړه کې کار کړی و.
نور ولولۍ: طالبان: د بریتانیا د معلوماتو له افشا کېدنې وروسته هېڅ څوک نه دي نیول شوي
د بریتانیا د حساب ورکونې ملي ادارې په دې هکله د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر ۳مه) یو رپوټ خپور کړ. په دغه رپوټ کې راغلي چې د بریتانیا د دفاع وزارت ويلي چې د دې محاسبه نه شي کولی چې د دغو افغانانو پر انتقال څومره لګښت راغلی او همدارنګه ېې د ۸۵۰ میلیون پونډو (۱،۱۵ ميلیارډ ډالر) پر مجموعي لګښت چې د احتمالي ادعاو غرامت په بر کې نه نیسي، هم شک ښودلی.
په رپوټ کې راغلي: «د دغه خبر د خپرېدا پر وخت دفاع وزارت موږ ته د دغو تخمينونو د بشپړوالي او دقیق والي په هکله کافي شواهد چمتو نه کړل.»
په ۲۰۲۲م کال کې د شاوخوا ۱۸۷۰۰ افغانانو شخصي معلومات وروسته له هغې لیک شول چې د بریتانیا د دفاع وزارت یوه کارکوونکي په تصادفي توګه جزئیات له وزارته بهر ایمیل کړل چې راتلونکي کال ته ېې پر فېسبوک خپاره شول.
نور ولولۍ: د بريتانيا پخوانيو عسکرو خپل همکاران په افغانستان او عراق کې د بندیانو په وژلو تورن کړي
هغه مهال د قانون د نقض ادارې او د افغانانو د انتقال پروګرام دواړو د محکمې د یو موقتی حکم پر اساس موظف شول چې د پېښې په تړاو رسنیو ته د معلوماتو له ورکړې ډډه وکړي.
بریتانیا دغه حکم په جولای میاشت کې افشا او دفاع وزیر جان هيلي ېې په تړاو بخښنه وغوښته. وزیر هغه مهال ومنله چې په لیک شوو اسنادو کې د افغانستان د پخواني پارلمان د غړو او د لوړپوړو امنيتي افرادو اړوند معلومات هم شامل ول کوم چې د افغانستان له متحدینو سره همکار او په بریتانیا کې د پناه په لټه کې ول.
په رپوټ کې راغلي دي چې کابو ۷۳۵۵ افغانانو د دې اړتیا لرله چې د بریتانیا د افغانانو د انتقال پروګرم (ARR) له لارې په بریتانیا کې هستوګن کړل شي او ۲۷۲۷۸ نور هم د همدغه پروګرام او یا د بریتانیا د محلي افغان کارمندانو د انتقال د کوم بل پروګرام له لاري په بریتانیا کې هستوګن شي. دا هغه افراد دي چې د اسنادو لیک کېدو اغیزمن کړي ول.