د برلين ديوال د پرځيدو د ۳۰ کلني جشن انځورونه
آلمان د برلين ديوال د ړنګيدو د کليزې پر يو يواوونيز جشن سره لمانځي. موسيقي، د رنګينو وړانګو ښودل، موزيمونه او ډول دول نورو مراسمونه د دغه جشن برخې تشکيلوي. د برلين ديوال ۳۰ کاله مخکې د نوامبر په ۹مه ړنګ کړل شو.
هيڅ ديوال د تل له پاره نه وي
د آلمان صدارعظمې د برلین ديوال د پرځيدو د ياد په مراسمو کې وويل: «هيڅ ديوال هومره لوړ او پياوړی نه وی چې موږ ونه شو کړای هغه ړنګ کړو.» مرکل د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نوامبر ۹مه) په دې اړه جوړو مراسمو کې وويل چې د آزادي غوښتونکو مبارزه بايد نور هم ادامه ولري.
د قربانيانو په ياد ګلونه
د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاين او د سلواکيا، پولند، چک جمهوريت او هنګري هيوادونو له مشرانو د برلين ديوال د پرځيدو په مناسبت مراسمو کې د قربانيانو د ياد او د هغو د درناوي له پاره د دغه ديوال په سوريو کې ګلونه وټومبل.
د ګلونو ديوال
تر ولسمشرانو وروسته، د جشن ګډونوالو هم د برلين ديوال په سوريو کې ګلونه وټومبل.
تر ډيره ځوانان
د جشن ډيری ګډونوال ځوانان دي چې د مختلفو هيوادونو لکه دنمارک، ناروی، هنګري، اوکراین، د چک جمهمورت او نورو هيوادونو څخه راغلي وو. دوی برلين ته راغلی تر څو په خپلو کې د اروپا وچې د راتلونکې په اړه خپل نظرونه شريک کړي.
امنيتي تدابير
د برلين ديوال چې آلمان يې په دوو برخو ويشلی وو يو بدنامه ديوال دی. د دغه ديوال د پرځيدو د ديرشمې کليزې د جشن مراسم د کلکو امنيتي تدابيرو په شتون کې ترسره شو.
يوازينی اعتراض کونکی
د دغه جشن په څنډه کې دغه يوازينی متفاوت سړی هم لیدل کيږي چې د پخواني شوروي اتحاد بيرغ له ځانه سره ليږدوي. دی چې د نورو ګډونوالو پر مخالف مسير روان دی ځان د «کمونيزم بيا ظهور» ګڼي.
د «براندنبورګ» دروزاې پر لور
دغه رنګين چتر د هغه واټ په سر چې د «براندنبورگ» مشهورې دروازې پر لور تللی لګول شوی دی. دا د شرقي آلمان پر ضد د هغو مبارزو اعتراض کونکو په ياد جوړ شوی، چې د پراخو اعتراضونو په نتيجه کې يې د برلين ديوال ړنګ شو.
د برلين په نوې بڼه
د برلین ديوال د پرځيدو جشن له پاره د ښار مشهور ځايونه انتخاب شوي دي. لکه د براندنبورګ دروازه، کورفورستنندام او د الکساندر ميدان. د برلين ديوال له ۱۹۶۱ نه تر ۱۹۸۹ پورې آلمان په دوو برخو، شرق او غرب ويشلی وو.
تاريخې مچې
د برلين ديوال پر يوه برخه باندې چې اوس هم شته، د پخواني شوروي اتحاد د ولسمشر، لئونيد بريزنف او د پخواني شرقي آلمان ولسشمر، اريش هونکر انځورونه لګول شوي چې د يو بل د ښکلولو په حال دي. شاته د څراغونو روښانه کول بيا د خلکو د شرق او غرب آلمان د وختونو خاطرې تازه کړې.
د آلمان - ترکيې دوستي
په دغه جشن کې د برلين ښاروال میشائیل مولر (ښي لور) د برلين ديوال د پرځيدو د ديرشمې کليزې په مناسبت د ترکيې د استانبول ښارول، اکرام امام اغلو ته د «کوبله» يا د آلمان-ترکيې د دوستۍ جايزه ورکړه. اوغلو او ميرمنه يې په جشن کې ګدون له پاره برلين ته راغلي وو.