د ایران یوه جنګي جټ الوتکه را نسکوره شوې ده
۱۳۹۸ مرداد ۱۳, یکشنبهاعلان
د ایران یوه جنګي جټ الوتکه د دې هیواد په بوشهر سیمه کې رالویدلې ده. د «ایرنا» خبري آژانس په حواله د نوموړي جنګي جټ الوتکې دوه پيلوټان له پيښې ژوندي وتلي دي. ایراني چارواکو ویلي دي چې الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله راغورځیدلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا پر ایران په بشپړ ډول د بندیزونو د بیرته تر لګول کیدو وروسته، پخپله د ایران له خوا جوړ شوي جنګي الوتکې د مارچ په میاشت کې د دغه هیواد دفاع وزارت ته وسپارل شوي دي.
دغه جنګي جټ الوتکې د«کوثر یو» په نامه نومول شوي دي. تر اوسه پورې لا معلومه شوې نه ده چې آیا را نسکوره شوې جنګي جټ الوتکه هم له همدې ډول څخه ده او که نه؟
-sn/aa(dpa)
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: