د ایران په سیستان او بلوچستان ولایتونو کې د اوبو کمښت
د مخ پر زیاتیدونکي وچکالۍ له کبله د سیستان او بلوچستان ولایتونه په ایران کې د دوړو او غبار د اصلي مرکز په توګه ياديږي. د اوبو د کمښت ستونزي د ایران ځيني سیمي تر خپل اغیز لاندې راوستي دي.
د «ایرنا» خبري آژانس د رپوټ له مخې له دوو لسیزو راهیسې د سیستان او بلوچستان ولایتونه د اوچکالۍ له بحران سره مخامخ دي.
د هامون تالاب، وچیدل په سیمه د خلکو پر ژوند سخت اغیز کړی.
د رپوټ له مخې په اوس وخت کې دغه سیمه په ایران کې د دوړو او غبار په اصلي مرکز باندي اوښتې ده.
وچکالې د ایران د مختلفو سیمو اوسیدونکي تر اغیز لاندي رواستې دي چې په دغه ډله کې د ایران د ختیځ دغه ولایت هم راځي.
په وروستیو کلونو کې د سیستان او بلوچستان له درو سوو زیاتو کلیو څخه خلک د وچکالۍ له کبله کوچیدلي دي.
له یو شمیر کلیو څخه په بشپړ ډول اوسیدونکي وتلي دي.
وچکالي، د اوبو کمښت، د خاورو توپان او بې روګاري هغه لاملونه دي چې له کبله یې د کلیو او بانډو اوسیدونکي خپلو ټاټوبو پريښوولو ته اړ شوي دي.
یوه ستره ستونزه چې ایران ورسره مخامخ دی، د ابو د کمښت کړکیچ دی.
د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې، په راتلونکو پنځلسو کلونو کې به د نړۍ د اوبو زیرمې ۴۰ سلنه کمي شي.