د ایران اټومي دستګاه تر اور اخیستو وروسته سخته تاواني سوې
۱۳۹۹ تیر ۱۶, دوشنبهد ایران د نطنز دستګاه ته تر یوې اوراخیستني وروسته عملأ ډیر تاوان رسیدلی دی. د ایران خبري آژانس، ایرنا پرون یکشنبه (د جولای ۵ مه)د ایران د اټومي انرژۍ چارواکو د یوه ویاند، بهروز کمال وندي په حواله ویلي، چي د پنجشنبې واقعې سخت تاوانون رسولی دی.
اوس نو په متوسط وخت کي کیدلای سي دغه پیښه د یورانیمو د غني کولو په خاطر لازمي د اټومي لولو«سانتریفوژونه» تولید راکم کړي.
ایا یوازي یوه ساختمان اور اخیستی؟
په اول سر کي کمال وندي ویلي ول، چي پخپله اټومي دستګاه ته د اوراخیستني په سبب تاوان نه دی رسیدلی او یوازي د جوړیدو په حال کي یوه ساختمان ته ضرر رسیدلی دی.
د ایران په حواله، نطنز یې د اټومي پروګرام مهم مرکز دی، چي یوازي د سوله ایزو اهدافو له پاره خدمت کوي. خو د امریکا متحده ایالات بیا پر ایران باندي تور لګوي چي په پټه سره د اټومي وسلو د جوړولو کوښښ کوي.
ځکه یې نو د تهران پر حکومت باندي تعزیرات وضع کړي دي، تر څو ددغه هیواد اقتصاد له رکود سره مخامخ کړي.
د سایبري حملې اوازه
د ایران امنیتي چاوراکو تر اوسه پوري ددغي پيښي د علت په باب څه نه دي ویلي. خو حکومت ته نژدې کسانو د شنبې په ورځ رويترز خبري آژانس ته ویلي دي چي په دستګاه کي اور کیدلای سي د یوې سایبري حملې په سبب رامنځته سوی وي.
ايرنا خبري آژانس څو ورځي دمخه دا کار د دښمنو قوتونو سبوتاژ وباله، لکه اسرائیل او امریکا، خو بیله دې چي مستقیماً پر هغوی باندي تور ولګوي.
تر ډیر حده تر مځکي لاندي د نطنز ساختمان د ایران د هغو اټومي دستګاوو له جملې څخه دی، چي د بین المللي اټومي انرژۍ د ادارې(LAEA ) له خوا څارل کیږي. هغې ویلي دي چي د اور له ځای څخه راډیو اکتیف شعاووي نه دي پورته سوي. سربیره پر دې په هغه کي هیڅوک ټپي سوی نه دی.