« د اپریل له اولي څخه ۴۹ یورويي ټيکټ ممکن دی»
۱۴۰۱ آذر ۲۰, یکشنبهاعلان
په دې شرط چي هغه په بروکمسل کي د اروپا اتحادیه هم تائید کړي. بیرنرایټر په بایرن کي وویل، چي « اوس د دغي فیصلې په هکله لا تر ټولو دمخه د بروکسل څخه د رقابت او مراقبت د مقرراتو په چوکاټ کي برلین ته د اطمینان ورکولو ضرورت موجود دی» او که «دغه هم واضح او ومنل سي، بیا نو د اپریل د لومړۍ نیټې څخه د هغه عملي کیدل ممکن دي».
د جرمني حکومتي ایتلاف او ایالتونو تیره پنجشنبه شپه د ۴۹ یورويي ټکټ د تمویل پر موضوع باندي تر سختو جروبحثونو وروسته د هغه پر عملي کیدو باندي موافقه وکړه.