د امریکا د استازو په مجلس کې د واک پر سر جنجال دوام لري
۱۴۰۱ دی ۱۶, جمعهجمهوري غوښتونکی کیون مک کارتي د امریکا د استازو مجلس د رياست له پاره په۱۱مه هڅه هم ناکامه شو. آیا د جمعې په ورځ به دغه وضعيت پای ته ورسیږي؟
د امریکا د استازو مجلس د رياست له پاره د پنځو نورو رایو ورکولو تر ناکمیدو وروسته رايي اچونه یو ځل بیا وځنډيدله.
د امریکا په کانګرس کې د ټاکنو لړۍ د سه شنبې له ورځې راهیسې روانه ده. دا د جمهوري غوښتونکو تر منځ د ګوند د داخلي واک پر سر مبارزه ده.
د استازو د جرګې د مشر له پاره د دوی نوماند کیون مک کارتي په تېرو څو ورځو کې يوولس واري پاتې راغلی، ځکه چې د ګوند بېلابېلو همکارانو د ده ملاتړ نه دی کړی او په پایله کې یې اړینې رایې نه دي تر لاسه کړي
جمهوري غوښتونکي په مجلس کې کم اکثریت لري. نو ځکه، مک کارتي به ځواکمنې څوکۍ ته د رسيدو له پاره د خپل ګوند نږدې ټولو همکارانو رایو ته اړتیا ولري. خو څو ښی اړخو جمهوري غوښتونکو د دغه ۵۷ کلن پر ضد پاڅون کړی او په کانګرس کې يې ګډوډي رامنځ ته کړي.
تر هغه وخته پورې چې د مشر تابه دغه څوکۍ روښانه شوې نه وي، د استازو په مجلس کې هیڅ نه پیښیږي. حتی هغه نوي وکيلان چې د تیر نوومبر د کانګرس په ټاکنو کې پارلمان ته ټاکل شوي، نشي کولی لوړه وکړي.
په ګوند کې د هغه مخالفین مک کارتي ډیر اعتدال خوښوونکي ګڼي او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د هغه وفاداري تر پوښتنې لاندې راولي.
مک کارتي د پنجشنبې په شپه د هغه د جمهوري غوښتونکو په لیکو کې خپلو مخالفینو ته خورا پراخ امتیازات ورکړي، مګر لکه څنګه چې معلومه شوه، پرته له بریالیتوب څخه.
د امریکا جمهوري غوښتونکي ګوند په استازو مجلس کي اکثريت تر لاسه کړ
تاريخي ماتې
د استازو په مجلس کې د ټاکنو سيالي د جمهوري غوښتونکو له پاره یوه ماتې ده، چې په مني کې د منځمهاله ټاکنو راهیسې د کانګرس په خونه کې اکثریت لري. حتی که مک کارتي په پای کې وټاکل هم شي، دا به د تاریخي پلوه ناکامي وي.
په ۱۸۵۶م کال کې، کانګرس یوې موافقې ته د رسیدو له پاره په دوو میاشتو کې ۱۳۳ ځلي رایې اچونه وکړه. د امریکا د میشیګان ایالت څخه د کانګرس جمهوري غوښتونکي جان جیمز پر خپلو همکارانو غږ وکړ چې د مک کارتي تر شا ودريږي. هغه وویل: «په دې کې شک نشته چې هغه ستونزې چې نن موږ سره ویشي د هغو په پرتله چې موږ په ۱۸۵۶م کال کې درلودې خورا جدي دي.»
د استازو مجلس رئيس د امريکا متحده ایالاتو په حکومت کې د ولسمشر او مرستیال وروسته دریم لوړ مقام دی.