د امریکا حکومت د افغانانو د موقت حفاظت حالت لغوه کړ
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۳, سهشنبهد امریکا متحده ایالاتو د داخلي امنیت وزیرې، کریستي نویم د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د می ۱۲) څرگنده کړه چي "په افغانستان کي د امنیتي وضعیت ښه والی او باثباته اقتصاد نور، خپل هیواد ته د هغوی د ستنیدو مخه نه نیسي." د لنډمهاله محافظت د حیثیت (TPS) لغوه کیدل به د جولای مياشتي پر ۱۲ مه نافذ سي.
اړوند:امريکا متحده ايالاتو نور مهاجر هم اخراج کړل
نویم د دې پریکړې توجیه له هغو ادعا سویو خطرونو سره هم وکړه، چي د ځینو افغانانو له خوا چي په امریکا متحده ایالاتو کې د محافظت تر وضعیت لاندي ژوند کوي، رامنځته کیږي. د هغې په خبره "د (TPS) د حیثیت داسي ترلاسه کوونکي موجود دي چي په وړاندي یې د درغلیو او عامه او ملي امنیت ته د ګواښونو له امله تحقیقات روان دي."
د غیر انتفاعي سازمان افغان ایواک په وینا، په اوس وخت کي شاوخوا ۱۱۰۰۰ افغانان په امریکا متحده ایالاتو کې د TPS د ساتنې تر موقف لاندې ژوند کوي.
په امریکا متحده ایالاتو کي د لنډمهاله محافظت حیثیت (TPS) هغو بهرنیو اتباعو ته ورکول کیږي چي د جگړې، طبیعي ناورینونو او یا هم نورو «غیرعادي» حالاتو له امله نه سي کولای په ډاډه زړه خپلو ټاټوبو ته ستانه سي.
د روان کال په جنوري مياشت کي واک ته د ولسمشر دونالډ ترمپ تر رسېدو لږ مخکې د دیموکراټانو مخکیني ولسمشر جو بایدن د لنډمهاله محافظت حیثیت (TPS) د څو هیوادونو اتباعو ته لاپسې پراخ کړ.
اړوند:ترمپ غواړي ټول غیرقانوني مهاجر اخراج او د تابعیت قانون بدل کړي
له هغه وخت راهیسې ولسمشرترمپ ، د محافظت دغه حیثیت (TPS) د مثال په ډول له هایتي او وینزویلا هیوادونو څخه راغلو اتباعو له پاره لغوه کړ.
یوه فدرالي قاضي په مارچ میاشت کې د وینزویلایانو له پاره د خوندي حیثیت د لغوه کولو مخه ونیوله. د امریکا حکومت اوس دا قضیه سترې محکمې ته راجع کړې ده.