«هند او چین د اړیکو د ښه کولو په هڅه کې دي»
۱۴۰۴ شهریور ۱۰, دوشنبهپه تیانجین کې د یکشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د اگست ۳۱ مه) د یوې ناستې په ترڅ کې دواړو خواوو د امریکا متحده ایالاتو له خوا د تعرفو په پام کې نیولو سره د سوداگرۍ او پانگونې په اړه اړیکو د پراخولو د اړتیا په هکله بحث وکړ. مودي د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) د دوه ورځنۍ سرمشریزې له پاره په چین کې دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د مرکزي، سویلي او سویل ختیځې آسیا او همدارنگه له منځني ختیځ څخه د دولتونو او حکومتونو نور مشران هم په دغه ناسته کې گډون کوي، چې د نړیوال جنوب څخه د یووالي نښه گڼل کیږي.
د مودي د ایکس پر رسمي پاڼي خپرې سوې ویډیو کي ویل سوي "موږ هوډمن یو چې خپلې اړیکې د متقابل درناوي، باور او درک پر بنسټ پرمخ یوسو." د هند د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، مودي ټینگار کړی دی چې چین او هند ستراتیژیکه خپلواکي تعقیب کړې او د هغوی اړیکو ته باید د دریم هیواد په اصطلاح عینکو کې ونه کتل سي.
نوموړي همدارنگه له چین سره د هند د سوداگرۍ د کسر د کمولو او د سیمه ایزو او نړیوالو موضوعگانو لکه ترهگرۍ او عادلانه سوداگرۍ د کړنو په اړه د همکارۍ د پراخولو پر اړتیا باندې هم ټینگار وکړ. د چین د رسمي خبري آژانس شینهوا په وینا، شي وویل، اوس د شانگهای د همکارۍ سازمان د سیمه ایزې سولې او ثبات د ساتلو له پاره "لوی مسؤلیت" لري.
د دغو خبرو اترو یوه مرکزي موضوع له اوږدې مودې راهیسې سرحدي شخړه وه. مودي وویل چې د همالیا په جنجالي سرحد کې د "سولې او ثبات" فضا رامینځته سوې ده. په ۲۰۲۰م کال کې هلته د دواړو هیوادونو د سرتیرو ترمنځ مرگونې نښتي وسوې، چې په لویه کچه یې د دواړو اټومي وسلو لرونکو قدرتونو ترمنځ همکاري گډوډه کړه.
مودي د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاته کړه، د سرحد د مدیریت په اړه یوه موافقه رامنځته سوې ده. د شینهوا په وینا، شي وویل، د پولې موضوع باید د چین او هند ترمنځ ټولو اړیکو باندې غالبه نه سي.
مستقیم پروازونه باید له سره پیل سي
د نړۍ د دوو ډیرو نفوس لرونکو هیوادونو ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې یو وار بیا ښه سوي دي. دا د واشنګټن له خوا د تعرفو د نوي گواښونو په پس منظر کې رامینځته سوې.
امریکا متحده ایالاتو په دې وروستیو کې په نوي ډیلي کې د روسیې د تیلو د دوامداره رانیولو په جواب کې پر هندي توکو ۵۰ سلنه تعرفې ولگولې. مودي اعلان وکړ چې د چین او هند ترمنځ مستقیم پروازونه به چې له ۲۰۲۰م کال راهیسې ځنډول سوې وې، له سره پیل سي. چین هم ژمنه کړې وه چې د نادرو خاورو، سرې او تونل د برمه کولو پر ماشینونو باندې به د صادراتو محدودیتونه ليرې کړي.
اړوند:امریکا پر هند تازه ګمرکي تعرفې وضع کړې
د اړیکو له ښه کېدو سره سره، د شخړې اوږدمهالې ټکي لا خپل پرځای پاته دی. که څه هم چین د هند ترټولو لوی دوه اړخیز سوداګریز شریک دی، خو سږکال یې سوداگریز کسر ۹۹،۲ ميلیارد ډالرو ته ورسید. په هند کې هم دا بیره موجوده ده چې په تبت کې د چین له خوا پلان سوی بند کولای سي د برهماپترا د سیند د اوبو جریان ډیر کم کړي.
هند د تبت د تبعید سوي روحاني مشر دالای لاما کور هم دی، چې پیکنگ ورته د بیلتون غوښتونکي په سترگه گوري.