د امریکا تر سرحدي کټارو د مهاجرو د اوښتو هڅه
۱۳۹۷ آذر ۵, دوشنبهد یکشنبې په ورځ د څو ساعتونو له پاره د امریکا متحده ایالاتو د سنتیاګو ښار او د مکسیکو د تیوانا ښار تر منځ پوله چې ډیر وخت پرې ګڼه ګوڼه وي، د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه. د امریکا د ګمرکونو او سرحدي ساتنې ادارې ویلي دي چې د پولې د تړل کیدو لامل له مرکزي امریکا څخه د په سونو رارسیدلو مهاجرو هڅه وه چې غوښتل یې له سرحد څخه په اوښتو ځان امریکا ته ورسوي او بیا د پناه غوښتنه وکړي.
چارواکو ویلي دي چې په سونو مهاجر چې ډیری یې نارینه ول، سرحدي کټاري ته نزدي شول او تر کټاري اوښتلو هڅه يې وکړه. سرحدي چارواکو د دغو مهاجرو د متفرقولو له پاره اوښکي بهوونکي ګاز وکاراوه.
ځايي چارواکو په پیښه کې د ښکیلتیا په تور ۳۹ کسان نیولي دي. تر ګډوډۍ وروسته، مکسیکو ویلي دي چې پر پوله به خپل امنیتي تدابیر لا ډیر کړي. د یکشنبې ورځې تر ناوخته پورې امریکايي چارواکو پوله بیا پرانیسته.
سرحدي ستونزي
د مرکزي امریکا هیوادونو تر ۴۷۰۰ ډیر مهاجر چې له خپلو هیوادونو څخه تر خوځیدو وروسته یې په مکسیکو کې ډیر مزل په پښو وهلی دی، اوس د دې هیواد سرحدي ښار تیوانا ته رسیدلي دي. دغه کسان اوس له ورځو راهیسې په یوه سټیدیوم کې وخت تیروي او په دې تمه دي چې له پولې د اوښتو چانس پیدا کړي او په امریکا متحده ایالاتو کې پناه واخلي.
د پناه غوښتونکو له ډلې څخه ډیر یې وايي چې په خپلو هیوادونو کې له تاوتریخوالي او فقره تښتي او د پناه ترلاسه کولو هیله لري. په زرونو نور کسان اوس هم په مکسیکو کې پر لار دي چې ځان دې ښار ته ورسوي.
پناه غوښتونکي د مکسیکو مرسته نه غواړي
پناه غوښتونکي له ځان سره په لاس رسم شوي د امریکا متحده ایالاتو او هندوراس، بیرغونه لیږدوي او داسې شعارونه ورکوي: «موږ مجرمین نه یوو! موږ نړیوال کارکوونکي یوو!»
ځایي رسنیو خبر ورکړی دی چې د امریکا متحده ایالاتو د سرحدي ساتنې ادارې څرخي الوتکو پرواز کاوه او سرحدي ساتونکو هڅه کوله چې پر پوله حالات تر خپل کنترول لاندې راولي.
په داسې حال کې چې د ۵۰۰۰ په شاوخوا کې مهاجر له پولې د اوښتو په تمه دي، امریکايي سرحدي چارواکي په ورځ کې یوازې د ۱۰۰ پناه غوښتونکو اسناد تکمیلولی شي.