د امريکا په وسکونسن ایالت کې بيړنۍ حالت اعلان شوی
۱۳۹۹ شهریور ۵, چهارشنبهتر دوو شپو خونړيو مظاهرو وروسته چې په وسکونسن ایالت کې د يوه تورپوسته امريکايي په ډزو تر ويشتل کيدو وورسته رامنځته شوې وې، چارواکو په دغه ايالت کې د بيړني حالت قوانين نافذ کړي دي.
والي توني ايورز په عين حال کې په کينوشا ښار کې د ملي گارد د قوي حضور لارښوونه هم کړې ده. هلته د تیرې يکشنبې په ورځ د ياکوب بليک په نوم يو سړی هغه وخت سخت ټپي شو چې پوليسو په ملا کې په مرميو وويشت. ايورز ټينگار وکړ چې د سوله ایز احتجاج او اخ و ډب ترمنځ چې کورنیو او معازو ته زيان رسوي، سرحد موجود دی.
له نزدې واټن څخه ډزي
په يوه ويديو کې ليدل کيږي چې بليک د خپل موټر پر لور روان او دوه پوليس چې وسله یې په لاس کې ده، هغه تعقيبوي. کله چې بليک د موټر دروازه خلاصوي او موټر ته داخليږي نو ډزې کيږي او هغه له ډېر نزدې ويشتل کيږي. د بليک د کورنۍ د وکيل په حواله په موټر کې د نوموړي درې، پنځه او اته کلن بچيان ناست ول.
د جيکوب بليک پلار د يوې خبري غونډې پر مهال وويل: «هغه [پوليس] زما پر زوی اووه مرمۍ فاير کړې. اووه مرمرۍ!» ۲۹ کلن ټپي شوی جيکوب به ښايي هيڅکه ونه شي گرځيدلی. د هغه مور جوليا جيکسن د سوله ایزو مظاهرو غږ وکړ. هغې وويل: «که جيکوب خبر شي چې دومره زورزياتی او ورانې شوی نو هغه به ډېر خفه شي.»
د جيکوب کورنۍ ويلي چې د هغه نيم بدن [پښې او ملا] فلج شوي دي. مرمۍ د هغه د ملا په تیر، معده، ځيگر او يوه څنگله کې لگېدلې وې. د نوموړي د کورنۍ يوه غړي وويل چې تر عملياتو وروسته هغه تر اوسه لا پر هوښ نه دی راغلی.
همدا درې مياشتې تر مخه په منياپولس کې د پولیسو د عملياتو په ترڅ کې د تورپوستي جورج فلويد مړينه هم په ټول هېواد کې د سختو مظاهرو سبب شوه. اوس دا تازه پېښه هم يو وارې بيا د ناکراريو باعث شوې ده، نه يوازې په امريکا کې.
bs/nz (AP, AFP)
زموږ له آرشيف څخه: