د امريکا پر يوې ادارې باندې د ايران شکمن سايبري بريد
۱۳۹۸ دی ۱۵, یکشنبهد متحده آيالاتو د يوې ادارې رسمي ويبپاڼه ښايي د يو څه مودې له پاره د شکمنو ايراني هکرانو لاسونو ته ورلوېدلې وي. د متحده آيالاتو د حکومتي خپرونو د ادارې پر پاڼې (FDLP) باندې د شنبې په ورځ د «ايراني هکران» لغتونه او بيا د ايران د روحاني مشر، آيت الله علي خامنه يي انځورونه راغلل. په دغه ويبپاڼه کې سربېره پر دې په بغداد کې د متحده آيالاتو د ډرون يا بنګنې په يوه بريد کې د وژل شوي ايراني جنرال قاسم سليماني د غچ اخيستلو خبره هم راغلې وه.
هکرانو پر دغې پاڼې باندې د متحده آيالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ يو انيمېشن يا د خوځنده انځورونو لنډ کليپ هم خپور کړی وو چې ورباندې ګوزارونه کيږي، په داسې حال کې چې ايراني توغندي هم له دغې صحنې څخه تېريږي. د پاسه ورباندې ليکل شوي وو چې د سلماني تر مرګه وروسته به د «هغه کار او د هغه لاره دوام ومومي.» د صفحې په يو بل اړخ کې راغلي ول چې «دا د ايران د سايبري وړتيا يوازې يوه کوچنۍ بېلګه وه.»
د متحده آيالاتو د کورني امنيت د سايبري خونديتوب مسئولې شعبې د سي بي اس او سي ان ان رسنيو د څرګندونو په حواله تائيد کړې ده چې د دولتي خپرونو د دغې ادارې ويبپاڼه کې لاسوهنه شوې ده. خو د يوې وياندې په خبره داسې شواهد بيا له دې مخې نه شته چې دولتي ايراني ادارو دې دغه کار په هدفي توګه کړی وي. د هغې په وينا ياده صفحه له انترنټه لرې شوې چې اوس ورته لاسرسی ممکن نه دی. داسې هم ويل شوي چې صفحې ته اوښتی زيان ډېر لږ دی. ويل کيږي چې دغه يو سمبوليک کار وو چې د ايران د حکومت ځينې مينه وال يې ښايي تر شا ولاړ وي. د «ايران د سايبري امنيتي ګروپ هکران» په نوم يوې ډلې د دغه سايبري بريد پړه منلې ده.
bri/stu (afp, ap)/ن ص/ا خ ح