شخړي
د امريکا يو پخوانی عسکر د يوه بريد د پلان په شک نیول سوی
۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۰, سهشنبهاعلان
د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخي، پلټونکو ويلي دي چي دغه ۲۶کلن غوښتل چي د تيري يکشنبې په ورځ لاس آنجلس ته نژدې په لنگ بيچ سيمه کي په چاودېدونکو موادو سره ډېر انسانان ووژني.
د پلټونکو په خبره په دې چاودني سره هغه غوښتل چي د نوي زيلند په کرايست چرچ ښار کي پر دوو مسجدونو باندي د يرغل غچ واخلي. په دغو بريدونو کي هغه مهال ۵۰ انسانان ووژل سول.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي، دغه ځوان چي د جمعې په ورځ نيول سوی دی، د امريکا متحده ايالاتو د کورني امنيت ادارې (اف بي آی) يوه مخفي پلټونکي ته يې ويلي دي چي مسلمان دی او هيله يې دا ده چي د خپل مذهب له پاره ځان قربان کړي.
د معلوماتو له مخي دغه شکمن کس د يوه امريکايي عسکر په توگه د افغانستان جنگي ماموريت ته هم لېږل سوی وو.
(N.Z/S.N(AFP